تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فیسبوک کارونکو پر پاڼه د دوی د مړینې خبر، تخنیکي ستونزه
د فیسبوک نیمګړتیا د ګڼو کسانو د "مړینې" د اعلان لامل شوه
د خواله رسنیو فیسبوک وېبپاڼه کې غیر قصدي تېروتنې او نیمګړتیا د ګڼو ژوندیو فیسبوک کاروونکو د مړینې د اعلان لامل شوې ده.
دا تېروتنه د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال وشوه، چې د یوشمېر ژوندیو کسانو پر شخصي ګڼونونو (اکونټونو) د هغوی د مړینې د خواخوږۍ پیغامونه خپاره شول.
جالبه خو لا دا ده چې د فیسبوک د بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ پر پاڼه هم دا اعلان راڅرګند شوی و.
خلکو چې پر خپلو فیسبوکپاڼو دغه اعلانونه ولیدل، ژر یې ولیکل چې دوی لا ژوندي دي.
د فیسبوک ویاند وویل: "دا یوه تېره ناشولته تېروتنه ده چې موږ بېرته سمه کړه."
د ټکنالوژۍ برخې خبریالانو او فیسبوک کارکوونکو له دې پېښې له ملنډو ډکه مسله جوړه کړې ده.
د The Verge په نامه د ټکنالوژۍ اړوندې یوې وېبپاڼې لیکلي: "د امریکا په تاریخ کې فیسبوک ته له غمونو تر ټولو ډکه اونۍ ده، چې ګڼ ژوندي خلک یې مړه اعلان کړي". د دوی څرګنده اشاره د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو بوختې اونۍ ته ده.
فیسبوک په ۲۰۱۵ کال یوه ځانګړنه رامنځ ته کړه، چې د کاروونکي له مړینې وروسته د هغه پر پاڼه د وفات خبر لیکل کېږي، داسې چې ملګري یې کولی شي د یوه پیغام یا یادښتونو لیکلو له لارې د هغه مړینه اعلان کړي.
یو بل غوراوی هم شته چې له مړینې وروسته د فیسبوک کارکوونکي اکونټ غیر فعال کېږي.