تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ټرمپ د جاپان له لومړي وزیر سره ګوري'
جاپاني چارواکو ویلي، د امریکا نوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په بهرنیو مشرانو کې لومړی د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابي سره وګوري.
د چارشنبې په ورځ، یوازې له لومړني بهرني چارواکي سره د ټرمپ له کتنې یوه ورځ وړاندې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل، تمه ده چې دا لیدنه به ژر ترسره شي، خو تر اوسه یې ځای او یا دا چې په کتنه کې به څوک ګډون کوي، معلومات نه شته.
جاپاني چارواکي وايي، په دې اړه نور څه نه شي ویلای، چې په تړاو یې د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له چا سره اړیکه ونیسي.
جاپاني او امریکايي چارواکو ویلي، دغې خبرې نېغ په نېغه د امریکا د نوي ولسمشر د دفتر د پلان یوه برخه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت هېڅ مداخله پکې نه شته.
رویټرز خبري اژانس ته یوه جاپاني چارواکي ویلي، په دې اړه "ډېرې اندېښنې شته".
ددغو خبرو پلان تېره اونۍ جوړ شوی و. په وروستیو کې ډونلډ ټرمپ نیویارک کې د "ټرمپ" څلي کې، چې د ټرمپ اصلي مرکز ګڼل کېږي، د خپلو سلاکارانو او راتلونکې کابینې پر ټاکلو بوخت و.
ځینو امریکايي رسنیو ویلي، د راتلونکي دولت د ټاکلو پر سر، د ښاغلي ټرمپ د پلویانو ترمنځ د نظر ژور اختلاف شته، همدا ده چې د کابینې وروستی نوملړ ټاکل یې ګران کړي دي.
په پام کې ده چې د راتلونکې جنورۍ پر ۲۰، ټرمپ رسماً د امریکا د رسمي ولسمشر په توګه کار پیل کړي، خو د اصولو له مخې باید له یادې نېټې وړاندې نوموړی د خپل دولت اصلي کسان وټاکي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا هغه لومړنی ولسمشر دی، چې دغه مقام ته له ترسره شویو ټاکنو وړاندې، یې پر هېڅ کوم دولتي یا پوځي پوست کار نه دی کړی.
په پام کې ده چې ښاغلی ټرمپ به د جاپان لومړي وزیر ته ډاډ ورکړي چې ګني د ده [ټرمپ] د ځینو ټاکنیزو شعارونو سربېره، نور هېوادونه باید له امریکا سره د دوی د راتلونکو سوداګریزو اړیکو په اړه د نارامۍ احساس ونه کړي.
د ټرمپ یو ټاکنیز شعار د وارداتو پر ازادۍ نیوکه وه، چې په وینا یې، د امریکا صنایعو او په دې هېواد کې یې کاري فرصتونو ته ډېر زیان اړولی دی.
ښاغلي ټرمپ له چین نه د توکو د چټکو وارداتو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.
دا مهال د جاپان لومړي وزیر د پیرو یوې نړیوالې ناستې مېلمه دی او په پام کې ده چې نیویارک کې د تمېدو پرمهال له ښاغلي ټرمپ سره وګوري.