تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اقلیم بدلون: هېوادونه به له ټرمپ پرته خپل پلان پرمخ بیايي
مراکش کې د نړۍ د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په خبرو کې، هېوادونه وايي چمتو دي چې د امریکا له متحدو ایالتونو پرته پر مخ لاړ شي.
ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ ویلي چې د خپل کار په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به د نړۍ د اقلیم په اړه د پاریس تړون "لغوه" کړي.
مراکش کې مرکچیان وايي دا ډول یو اقدام به د امریکا د متحدو ایالتونو اعتبار ته سخت زیان ورسوي.
خو د فوسیلي سون موادو پلویان وايي د ښاغلي ټرمپ پلانونه د امریکايي کورنیو اړتیاوو ته د لومړیتوب حق ورکوي.
د تړون لغوه کول
د داسې یوه نوماند ټاکل کېدو چې د چاپېریال د ساتنې پلویان يې په اړه اندېښمن وو، د چاپېریال په اړه د نژدې ۲۰۰ هېوادونو د استازو پر کلنۍ غونډې - COP22 - باندې ستر سیوری غوړولی.
دا استازي مراکش ته راغلي چې د اقلیم په اړه د پاریس د تړون پر جزییاتو باندې وغږېږي.
خو د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ ټاکل کېدو اوس دغه تړون ته چې څه کم یو کال وړاندې پاریس کې لاسلیک شوی ګواښ پېښ کړی.
دغه تړون هېوادونه ژمن کړي چې د نړیوالې تودوخې د ډېروالي د مخنیوی لپاره ګامونه پورته کړي او پرې نږدي چې د صنعتي کېدو له وخته وړاندې کچې پرتله د سانتي ګراډ تر ۲ درجو لوړه شي او زیار وباسې چې د تودوخې لوړېدل له ۱،۵ درجو ډېر نشي.
خو ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې د خپل کار د پیل په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به دا تړون "لغوه" او د "نړیوالې تودوخې په اړه د ملګروملتونو پروګرام ته به د امریکایانو د ماليې د ډالرو ورکول بند کړي".
هېوادونه چې د ښاغلي ټرمپ له نیتونو څخه خبر وو، په چټکتیا سره د پاریس تړون په خپلو پارلمانونو کې تصویب کړ او د نومبر پر څلورمه نېټه د نړیوال قانون یوه حتمي او اړينه برخه شوه.
که نوی ولسمشر غواړي د امریکا متحده ایالتونه د پاریس له تړونه وباسي، دا پروسه به څلور کاله وخت وغواړي.
خو په داسې حال کې چې دا به ښايي ښاغلی ټرمپ مایوسه کړي، هغه دا ژمنه هم کړې چې د خپل کار په ۱۰۰ لومړیو ورځو کې به د ولسمشر اوباما هغه اجرايي حکم فسخ کړي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د کاربن د تولید د محدودولو لپاره يې کړی دی.
د اوباما د پروګرام مهم ټکی د پاکې انرژی پلان و، چې غوښتل يې د انرژۍ د تولید په لړ کې د کاربن ډاوکساید د غاز تولید په شدت سره محدود کړي.
د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ډونلډ ټرمپ په وار وار د دې پلان لګښت غندلی و او ویلي وو چې فسخ به يې کړي.
سپټمبر کې ښاغلي ټرمپ په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل "دا په اصطلاح د پاکې انرژۍ پلان یا EPA's د لغوه کولو په معنا هم دی، چې حکومت په خپله تخمین کړی چې هر کال به ۷،۲ ميلیارده ډالره لګښت ولري. د اوباما دا حکم به، د برېښنا د تولید ډېری هغه کارخانې چې د ډبرو سکاره په کې کارېږي وتړي"
د ښاغلي ټرمپ دا پلانونه چې غواړي د پاریس له تړونه پر شا شي او د برېښنا د تولید لپاره د سکرو کارولو ته دوام ورکړي، په نړیواله کچه د چاپېریال ساتنې زرغونو ډلو لخوا غندل شوي.
د 350.org یو استازي، می بویف (May Boeve) وویل "موږ له مبارزې لاس نه اخلو او نړیواله ټولنه هم باید له مبارزې لاس وانه خلي. ټرمپ به د اقلیم د ساتنې اقداماتود مخنیوي هڅه وکړي، خو موږ باید په خپل ټول قوت سره پرمخ لاړشو."
په مراکش کې، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ تر۲۰،۰۰۰ برخه وال هڅه کوي د اقلیم په اړه د پاریس تړون پر مخ بوزي، یو پیاوړی احساس موجود و چې د منتخب ولسمشر ژمنې به دا تړون ړنګ نه کړي.
د مراکش مشر مرکچي عزیز میکووار خبري اژانسونو ته وویل "ډاډه یم چې نوره نړۍ به پر دې باندې کار ته دوام ورکړي".
د مارشال ټاپوګانو ولسمشرې هیلدا هیین په غونډې کې وویل "اوس چې ټاکنیز کمپاین پای ته رسېدلی او د مشرتابه واقعیتونه حل شوي دي، هیله لرم چې هغه به پوه شي چې د اقلیم بدلون یو ګواښ دی، هم د ده خپلو خلکو ته او هم زما د هېواد په شان ټولو هغو هېوادونو ته چې د امریکا متحدو ایالتونو سره ګډ سمندرونه لري.
خو، د ښاغلي ټرمپ دغې ژمنې ته چې وايي د پاریس له تړونه به ووځي او د سکرو په پلوي تګلاره به په پرمخ بوزي، د هغې ډلې لخوا هرکلی ویل شوی چې د فوسیلي سون موادو د صنعت استازیتوب کوي.
د امریکايي انرژۍ د اتحاديې (AEA) د راپور له مخې، چې د زرغونې انرژۍ د مخالفو شرکتونو او افرادو لخوا ورته پیسې ورکول کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو وروستیو ټاکنو فرصت ورکړ چې د تېر نسل "زیان رسونکې" تګلارې سمې کړي.
د امریکايي انرژي اتحاديې په یوې خپرې شوې وینا کې وویل "موږ د هغو لومړیو سازمانونو په کتار کې وو چې ټاکل شوی ولسمشر ټرمپ مو تایید کړ".
"موږ خوښ یوو چې د هغه له حکومت سره کار وکړو چې د انرژۍ هغه تګلارې وړاندې کړو چې امریکايي کورنیو ته به ارزانه انرژي ورسوي، اقتصاد به بیا راژوندی کړي، او د راتلونکو نسلونو لپاره به نور فرصتونه رامنځته کړي."
خو په مراکش کې د نړۍ راټول شوي استازي، د ښاغلي ټرمپ د دې ژمنو په اړه چې د پاریس له تړونه وځي او د نړۍ د قلیم په اړه عمومي شکونه لري، اندېښمن دي خو هیله يې له لاسه نه ده ورکړې.
ډېری دا استازي باور لري چې د وخت په تېرېدو سره به، د بدلېدونکي اقلیم واقعیتونه ان دا شتمن سوداګر هم پر لاره سم کړي.
د اندېښمنو ساینسپوهانو د اتحاديې غړی سید الدین مییر وايي "واضح ده چې ښاغلی ټرمپ به د نړۍ تر ټولو پیاوړی شخص شي، خو ان هغه دا ځواک نه لري چې د فزیک قوانین اصلاح کړي یا په کې بدلون راولي، د اقلیم د بدلون اغېز بند کړي، او سمندرونو د سطحې د لوړېدو مخنیوی وکړي."