تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان د حکومت ضد لاريون لغوه کړی
پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د حکومت ضد لوی لاريون پلان لغوه کړی دی.
د تحريک انصاف ګوند وایي، د پاکستان د سترې محکمې له خوا د پاناما ليکس اسنادو د څېړنې له ژمنې وروسته يې دغه پرېکړه کړې ده.
عمران خان پلان درلود چې له خپلو پلویانو سره د نومبر په ۲مه نېټه په پلازمېنه اسلام اباد کې ستر لاریون وکړي.
په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته، له خبريالانو سره عمران خان وويل، سترې محکمې د پاناما ليکس اسنادو د څېړنې لپاره د کميسيون د ټاکلو پرېکړه کړې ده او دغه کميسيون به د "لومړي وزير [نواز شريف] د درغليو څېړنه وکړي"
نوموړي ويلي، تحریک انصاف د نواز شريف د درغليو د څېړلو په موخه لاریون کاوه. نوموړي د کمسيون ټاکل "يوه بريا" بللې ده.
عمران خان ويلي "اوس به د لاريون پر ځای ۲ نومبر د خوښۍ ورځ ولمانځي."
تر دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې پر امنيتي چارواکو غږ کړی و، چې د مظاهرې پر مهال د عمران خان د پلويانو له خوا د ښار بندولو مخنيوی وکړي.
تحریک انصاف د سترې محکمې د هغې پرېکړې پر ضد د استيناف غوښتنه کړې وه چې د حکومت په خلاف لاريون يې محدوده سيمه کې پاتې کېدل غوښتي وو.
وړاندې د پوليسو او د عمران خان د پلويانو تر منځ شخړې شوې وې. تحریک انصاف وايي، پولیسو د دوی پر پلویانو ګاز ګارولی چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.