ترکي چارواکو د 'جمهوریت' ورځپاڼې چلوونکی نیولي

د عکس سرچینه، EPA
له ترکیې نه رپوټونه وايي، پولیسو د 'جمهوریت' په نامه د ورځپاڼې چلوونکی مراد سبنجو نیولی دی. تېرې څو میاشتې ترکیه کې زرګونه کسان نیول شوي یا له هېواده ایستل شوي.
د ښاغلي سبنجو له نیول کېدا وړاندې هم د حکومت مخالفې دغې ورځپاڼې ګڼ جګپوړي مشران د پولیسو له خوا نیول شوي وو.
په تېره مې میاشت کې، د ترکیې یوې محکمې د جمهویت ورځپاڼې اېډېټر او یو بل خبریال د پټو دولتي اسنادو د خپرولو په تور په څو کاله بند محکوم کړل.
ددغې ورځپاڼې مخکېني چلوونکي جان دوندار او د اردم ګل په نامه یو بل خبریال د دولتي اسرارو د افشا کولو په جرم په پنځو او لسو کلونو بند محکوم شول.
پر دواړو خبریالانو تور پورې شوی و، چې ګني د سوریې اسلامپالو اورپکو ډلو ته یې د ترکیې په وسلو بار لارۍ په تړاو د ملي امنیت اړوند یو راپور خپور کړی و.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر جمهوریت ورځپاڼې د 'جاسوسۍ' تور ولګاوه:
''هرچا چې دا راپور لیکلی لوی پور به یې پرې کړي."
تېره ورځ هم دولت د بېړنيو حالاتو د فرمان په لړ کې ۱۵ رسنۍ بندې کړي، چې ډېری یې د کردانو ملاتړې وې.
دولت د تېرې جولای پر ۱۵مه د ناکامې کودتا په تور لسګونه زره کسان نیولي دي.
ګڼ کسان په امریکا کې د مېشت مذهبي مشر او د ترکیې د نظام د مخالف فتح الله ګولن د ملاتړ په تور نیول شوي.
ترکیه پر فتح الله ګولن د تېرې کودتا د پلان تور لګوي، خو نوموړی دا تورونه ردوي.
په تازه پېښو کې د ترکیې سوېل ختیځ دیار بکر ښار کې دوه ښاروالان نیول شوي.
دیار بکر کې ډېری کردان اوسېږي.
دوی له ترهګرو سره د تړاو لرلو په شک نیول شوي.

د عکس سرچینه، AFP








