واشنګټن: له استانبوله دې امریکايي ډیپلوماټان له کورنیو سره ووځي

په وروستیو کې ترکیه د ګڼو چاودنو او بریدونو شاهده وه، چې وروستی هغه یې د روانې اکتوبر میاشتې پر شپږمه په استانبول کې و

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په وروستیو کې ترکیه د ګڼو چاودنو او بریدونو شاهده وه، چې وروستی هغه یې د روانې اکتوبر میاشتې پر شپږمه په استانبول کې و

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استانبول کې له خپلو ډیپلوماټانو غوښتي، چې د امنیتي مسلو له کبله یې خپلې کورنۍ له ترکیې وباسي.

امریکا خبرداری ورکړی چې شاید سخت ''دریځي پر امریکایانو بریدونه وکړي''.

دا په څه کمه یوه اونۍ کې ترکیه کې امریکايي ډيپلوماټانو ته دویم خبرداری دی، چې پر امریکایانو د ''ترهګرو او سخت دریځو ډلو د ګواښونو ډېرېدلو'' په اړه یې ورکړی.

استانبول کې د امریکا د کونسلګرۍ کارکوونکو لپاره دا اعلان ''د هغو امنیتي معلوماتو پربنسټ شوی، چې ګني سخت دریځې ډلې د استانبول بېلابېلو برخو کې پر امریکايي وګړو د بریدونو پلان لري''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ داسې لارښود هم خپور کړ، چې له امریکايي وګړو یې پکې ''اوسمهال ترکیې ته په ډېر پام سره د سفر کولو غوښتنه کړې ده''.

د ترکیې سوېل ختیځ ته هم د امریکایانو د سفر په اړه له ډېر وخت راهیسې خبرداری رکړل شوی و.

استانبول کې د امریکا کونسلګري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ترکیې سوېل ختیځ ته هم د امریکایانو د سفر په اړه له ډېر وخت راهیسې خبرداری ورکړل شوی و.

په خبرداري کې راغلي: ''په ترکیه کې د ترهګرو او سیمه ییزو ډلو له خوا په ښکاره د بهرنیو او امریکايي سیلانیانو په نښه کولو پلان افشا شوی''.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې جولای پر ۱۵مه، د پوځي کودتا له ناکامې هڅې وروسته په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

ان د خونړۍ کودتا له هڅې وړاندې هم، ترکیه د بېلتونپالو وسله والو له خونړیو بریدونو سره مخامخ وه، خو د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې بریدونو ډېره وترهوله.

په وروستیو میاشتو کې د ترکیې ګڼو ښارونو کې چاودنې وشوې، چې پړه یې پر بېلابېلو ډلو واچول شوه او په هېواد کې ناامني او وېره ورسره ډېره شوه.

د ترکیې یو امنیتي کس د اردوغان د وینا پرمهال د امنیت نیولو پروخت

د عکس سرچینه، Burhan Ozbilici

د عکس تشریح، په وروستیو میاشتو کې د ترکیې ګڼو ښارونو کې چاودنې وشوې، چې پړه یې پر بېلابېلو ډلو واچول شوه او په هېواد کې ناامني او وېره ورسره ډېره شوه.

د کودتا له هڅې وروسته د اردوغان حکومت په امریکا کې د تبعید شوي مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلویانو پر پراخې نیونې لاس پورې کړ.

ترکیې له امریکا نه د ګولن د شړلو غوښتنه کړې ده، ځکه انقره یې د ناکامې کودتا په پلانولو تورنوي. واشنګټن وویل، د ګولن د شړلو مسله به وڅېړي. ګولن د کودتا په هڅه کې خپل لاس لرل ردوي.