چیچنیا کې به د 'اخلاقو پولیس' ودونه څاري

چیچنیا

د عکس سرچینه، MAXIM SHEMETOV/REUTERS/ALAMY

د عکس تشریح، تنګ کالي اغوستل، شراب څښل، د ټوپکو ډزې کول، د ناوې او زوم له لوري په شریکه د واده کیک پرې کول او کاواکه نڅا کول هغه څه دي، چې نامناسب بلل شوي دي

چیچنیا کې به اوس چارواکي د ودونو مراسم څاري، چې د دوی په وینا دې ودونو کې د ' نامناسبې رویې ' مخه ونیوله شي.

ځايي رسنیو کې دغو چارواکو ته، چې په عامه ځایونو کې ترسره کېدونکو ودونو ته به د څار لپاره ورځي د 'اخلاقو پولیس ' نوم ورکړل شوی دی.

د کلتور سرپرست وزیر خوژ بووديدایوف د چیچنیا دولتي خبري اژانس ته ویلي ''ځانګړې کاري ډلې به عامه ځایونو کې ودونو ته ځي او که وویني، چې په کې کالي یا نڅا زموږ له دود دستور سره سم نه دي، د مراسمو مخنیوی به کوي. ''

پلازمېنه ګروزني کې چارواکو د رستورانټونو لپاره یو شمېر مقررات ټاکلي وو او ان د هغو ودونو پر مراسمو یې هم چاپې ووهلې، چې له دغو مقرراتو په کې سر غړاوی کېده.

اوس د کلتور چارواکي وايي مخکې له دې چې دغه ډول مراسم بې لارۍ ته ورسېږي، باید په لومړي سر کې یې مخنیوي وشي.

چیچنیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کلتور چارواکي وايي مخکې له دې چې دغه ډول مراسم بې لارۍ ته ورسېږي، باید په لومړي سر کې یې مخنیوي وشي.

ولسمشر رمضان کادیروف او نورو چارواکو پرلپسې خپل هېواد ته د ' لوېدیځ کلتور صادرونکي ' سخت غندلي.

دوی وايي دغه نوی کلتور د روسیې قفقاز سیمې د چیچنیا جمهوریت له دود، دستور سره سم نه دي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

تنګ کالي اغوستل، شراب څښل، د ټوپکو ډزې کول، د ناوې او زوم له لوري په شریکه د واده کیک پرې کول او کاواکه نڅا کول هغه څه دي، چې نامناسب بلل شوي دي.

چیچنیا کې د واده مراسم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېر کې دغه ډول خبرداريو ډېر څرګند اغېز نه درلود، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې په اړه ملنډې وهل کېدې.

دغه راز د ناوې پر نڅا له یوه مخه بندیز لګول شوی دی.

په تېر کې دغه ډول خبرداريو ډېر څرګند اغېز نه درلود، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې په اړه ملنډې وهل کېدې.

د دغه نوي اعلان په اړه د ګروزني یوه اوسېدونکي کوکازسکای یوزیل خبرې پاڼې ته ویلي ''حکومت غواړي د امکان تر حده خلک په خپل کنترول کې وساتي. نه پوهېږو له دې وروسته به دوی څه کوي، ایا د مړو وروستي مراسم به هم څاري؟ ''

خو یو شمېر نور بیا له چارواکو سره موافق دي. یوې مېرمنې یادې پاڼې ته ویلي چې ' دودیز ودونه د نڅا پر کلبونو ' ډسکو ' بدل شوي دي ''