تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا تر وتلو پورې غواړي اروپایي ټولنه کې بشپړ رول ولري
د بریتانیا لومړۍ وزیرې تېرېزا می له اروپایي مشرانو سره کتنه کې ویلي چې هېواد یې تمه لري له اروپایي ټولنې نه تر وتلو پورې ددغې ټولنې په پرېکړو کې برخه ولري.
د سرچینو په حواله لومړۍ وزیرې وویل؛ بریتانیا باید لا هم په هغه سرمشریزو او خبرو اترو کې برخه ولري چې د ټولنې د ټولو ۲۸ دولتونو پورې تړلي وي.
د جرمني لومړۍ وزیرې او د فرانسې ولسمشر دواړو خبرداری ورکړی چې که مېرمن می "د بریتانیا سخت وتل" تعقیب کړي، نو خبرې اترې به هم سختې وي.
مېرمن می د پنجشنبې په ورځ د اروپایي مشرانو سرمشریزه کې د ګډون په موخه بروکسل ته تر رسېدو وروسته ژمنه وکړه له اروپایي ټولنې د بریتانیا تر وتلو وروسته به دې ټولنې سره "نژدیو همکاریو" ته دوام ورکړي.
هغې وویل، دا مهمه ده چې د "روسیې یرغل" پروړاندې چې د سوریې تاوتریخوالی هم پکې شامل دی، "اروپایي ټولنه متحد دریځ" ولري.
مېرمن می خپلو سیالو مشرانو ته وویل چې "که غواړی چې سوریه کې تاوتریخوالی پایته ورسول شي، دوی باید د روسیې کړنلارې او په دې اړه د فکر بدلولو لپاره د ځینو ګامونو پورته کولو ته چمتو واوسي."
سرچیني ویلي؛ د بریتانیا لومړۍ وزیرې له خپلو اروپایي سیالانو سره ناسته کې د اروپایي ټولنې په بحثونو کې د بریتانیا د ګډون مساله راپورته کړې ده.
مېرمن می لېواله ده چې بریتانیا د اروپایي ټولنې ټولو هغو ناستو کې ګډون ولري چې ۲۸ غړي هېوادونه اغېزمنوي په ځانګړې توګه پر امنیتي مسایلو بحثونه.
ټاکل شوې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې به له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو بهیر پیل شي او که د دې ټولنې ټول ۲۸ غړي د خبرو په لا اودږولو سلا نه شي، نو دا خبرې به دوه کاله ونیسي.
د روان کا د جون پر ۲۳ د بریتانیا ۵۱،۹ سلنه وګړو په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه، چې له امله د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامیرون دنده پرېښوده او په ځای یې مېرمن مې وټاکل شوه.