کرېکټ:بنګله دېش افغانستان ته په اوو منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ لوبډلو تر منځ د دريو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه بنګله دېش په اوو منډو وګټله.
نننۍ لوبه چې د بنګله دېش په پلازمېنې ډاکه کې ترسره شوه، پچه يې بنګله دېش ګټلې او لومړی يې د منډې جوړولو پرېکړه کړې وه.
د بنګله دېش لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې. افغان لوبغاړي و نه توانېدل چې په ۵۰ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړي.
- <link type="page"><caption> کرېکټ: افغانستان له بنګله دېش سره درې ۵۰ اوريزې لوبې کوي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/sport/2016/08/160828_gn_afghanistan_cricket_vs_bangladesh" platform="highweb"/></link>
- <paragraph> <link type="page"><caption> په بنگله دېش کې د افغان لوبډلې هيلې</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160924_gng_afghan_cricket_bangal" platform="highweb"/></link></paragraph>
د بنګله دېش لپاره تميم اقبال په ۹۸ توپونو کې د ۸۰ منډو په جوړولو سره ټر ټولو ښه لوبه وکړه. پر ده سربېره محمدالله ۶۲، شکيب الحسن ۴۸ او امرول قيص ۳۷ منډې وکړې.
افغان توپ اچوونکو کې دولت ځدارڼ څلور، محمد نبي او رشيد خان دوې دوې وېکټې واخيستې.
د افغان لوبډلې لپاره حشمت الله شاهدي په ۱۱۰ توپونو کې ۷۲ او رحمت شاه په ۹۳ توپونو کې ۷۱ منډو په جوړولو سره ښه لوبه وکړه.
د دواړو هېوادونو تر منځ راتلونکې لوبه د سپټمبر پر ۲۸ مه نېټه ده.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د ملي لوبډلې لپاره به د پوره چمتوالي زمینه برابروي چې وکولای شي ښې لاس ته راوړنې ولري.
د افغان کرېکټ بورډ مسولینو په وینا دوی هڅه کوي چې له ځینو نورو هېوادونو سره هم لوبې برابرې کړي.








