کرېکټ: د باران له امله لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده

رحمت شاه په ۱۲۳ توپونو پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې په کې یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې وې.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، رحمت شاه په ۱۲۳ توپونو پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې په کې یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې وې.

د سکاټلنډ او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.

که څه هم د باران له وجهې په لوبه کې څو ځله وقفه راغله خو تر ۴۷ اوورونو وغځېدله. افغانستان په دغو اورونو کې ۲۸۳ منډې کړې وې او یوازې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

نجیب ځدران او رحمت شاه دواړو په ملګرتیا ډېره ښه لوبه وکړه. رحمت شاه سلیزه ووه چې په یو ورځینو لوبو کې د ده لومړنۍ سلیزه وه.

په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته چې افغانستان په مټ کې سکاټلنډ ته په کې ماتې ورکړه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ مخامخېدنه ده.

جاوید په ۳۹ او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، جاوید په ۳۹ او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

په دې لوبه کې پچه سکاټلنډ وګټله او وار له واره یې افغان لوبډلې ته د اډینبرا په باراني هوا کې د منډو بلنه ورکړه.

په نننۍ لوبه کې سمیع الله شینواری چې تل یې د سکاټلنډ پر وړاندې ښه لوبه کړې، نه و.

د افغانستان له لورې شهزاد او نور علي په منډو پيل وکړ.

شهزاد که څه هم په لومړني اوور کې یوه څلوریزه ووهله خو له لویه سره منډې اسانه نه وې.

نور علي یوازې د یوې منډې په موندلو وسوځېد.

د سکاټلنډ په توپ اچوونکو کې برډویل په ۹ اوورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او ۲ کسان یې وسوځول.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د سکاټلنډ په توپ اچوونکو کې برډویل په ۹ اوورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او ۲ کسان یې وسوځول.

جاوید احمدي او شهزاد ورو ورو منډې تېزولې چې شهزاد په په ۲۶ منډو اېل بي ډبلیو وسوځېد.

شهزاد له دې پرېکړې خوښ نه و او ښکارېده چې توپ په بېټ هم لګېدلی و. ده د پنځو څلوریزو په مټ په ۲۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې.

جاوید په ۳۹ منډو اوټ شو. او اصغر هم په ۲۰ منډو وسوځېد.

د جاوید او رحمت شاه د ۵۳ منډو ملګرتیا او د نجیب ځدران او رحمت شاه ناسوځېدلې ۱۵۷ منډو ملګرتیا لوبه کابو کړه خو باران د هر څه مخه ونیوله.

د عکس سرچینه، Getty

د غرمې وقفې وروسته رحمت شاه او ځدران تېزه لوبه پیل کړه. ځدران ۵ شپږېزې ووهلې. د لوبې لومړنۍ شپږېزه هم نجیب ځدران ووهله.

رحمت شاه په ۱۲۳ توپونو پوره ۱۰۰ منډې جوړې کړې چې په کې یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې وې.

د سکاټلنډ په توپ اچوونکو کې برډویل په ۹ اوورونو کې ۵۱ منډې ورکړې او ۲ کسان یې وسوځول.

۲۷ کلن ایوان په لسو اوورونو کې ۷۳ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځو.

بي بي سي سره په خبرو کې د سکاټلنډ کپتیان پریسټن مومسن وویل که افغانستان د ۳۰۰ منډو هدف وټاکي نو دوی ته به یې په پوره کولو دومره لویه ستونزه ونه لري.‌

خو د ۴۷ اوور په ۳م توپ کې باران په شېبو شو او لوبڅارانو لوبه ودروله.‌ ټولو لوبغاړو اوږده دمه وکړه خو بیا هم باران ونه درېد، لوبه یې ودروله.

بله لوبه د چارشنبې په ورځ کېدونکې ده او بي‌ بي‌ سي پښتو به یې په ژوندۍ بڼه په فیسبوک کې خپروي.