روسيې د خپلو اتباعو د نيول کېدو له امله د فرانسې سفير احضار کړی

د عکس سرچینه، AP
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د فرانسې سفير وربللی او په اروپايي اتلوليو کې د روسۍ لوبډلې له ۴۰ زياتو پلویانو د نيولو په اړه يې ورته اعتراض وړاندې کړی دی.
روسيې د فرانسې سفير ته ويلي، چې د دغه هېواد پر وړاندې د "احساساتو پارول کېدای شي د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي نور هم ترینګلي کړي".
په عيني حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د "انګلستان د فوټبال مينه والو ناوړه کړنې بايد هم له پامه و نه غورځول شي".
ښاغلي لاوروف د روسیې فوټبال لوبډلې د پلويانو د موټر درولو له امله د فرانسې پر پوليسو نېوکه کړې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د خپل هېواد د فوټبال پلویانو ځينې کړنې غندلې، خو ويلي يې دي داسې هڅې کېږي چې د "نورو ناوړه کړنې له پامه وغورځول شي".
نوموړي د بېلګې په توګه د انګلستان لوبډلې پلويانو ته په اشارې سره وويل چې پر مخ د "روسيې بيراغ" جوړوي.
د اروپا فوټبال اتلوليو په ترڅ کې له انګلستان سره د لوبې پر مهال د نښتو او تاوتریخوالي له امله روسيه نژدې ۱۷۰ زره ډالره جريمه شوې او دغه هېواد ته خبرداری ورکړل شوی چې که د زور زياتي په نورو پېښو کې برخه واخلي له روانو سياليو به وايستل شي.

د عکس سرچینه، AFP
ټاکل شوې چې فرانسه به د روسيې څلور وګړي چې نيول شوي له دغه هېواده وباسي.
د روسيې او انګلستان تر منځ لوبه د ۱ -۱ پر وړاندې مساوې پای ته رسېدلې وه خو نن يې د ۱ -۲ پر وړاندې له سلواکيا څخه ماته وخوړه.

د عکس سرچینه، AFP
د دغو دواړو ټيمونو تر منځ لوبه د فرانسې په ليل ښار کې ترسره شوه، او د امنیتي ستونزو د مخنيوي په خاطر زرګونه پوليس په دندو ګومارل شوي او د شراب پر پلور محدوديتونه لګول شوي وو.








