فوټبال لوبغاړی میسي د مالیې نه ورکړې په تور محاکمه کېږي

د ارجنټاین مشهور فوټبال لوبغاړی لیونل میسي له دې کبله محاکمه کېږي، چې وايي د مالیې ورکړه کې یې د ټګۍ برګۍ لپاره له هېواده بهر بانکي حساب پرانیستی دی.
د هغه محاکمه اسپانیا کې پيل شوه او کېدای شي درې ورځې دوام وکړي. پر میسي او پلار یې جارج، تورونه دي چې ګواکې د فوټبال دغه ستوري د تصویرونو حقونو له عایده یې د هسپانیا حکومت ته د مالیې برخه کې پنځه میلیونه امریکايي ډالره نه دي ورکړي.
د مالیې ټولولو ادارې وکیلانو د دواړو تورنو لپاره د ۲۲ میاشتني بند سزا غوښتنه کړې ده.
منصفه پلاوی وايي، جارج د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ د میسي تصویرونو برخه کې د تر لاسه شوي عاید پر سر د مالیې له ورکړې د ځان ژغورنې لپاره هغه شرکتونه کاروولي، چې بیلیزاو یوراګوای کې ثبت دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د میسي مدافع وکیلان وايي، موکل یې ټول عمر نه خو کومه هوکړه لوستې او نه یې ورته پام کړی دی.
میسي څلور ځله د کال غوره لوبغاړی بلل شوی او د نړۍ په خورا شتمنو لوبغاړو کې شمېرل کېږي. د ۲۰۱۳ کال اګست کې میسي او پلار یې د مالیې د نه ورکړې او سود په لړ کې پنځه میلیونه یورو بېرته ورکړې.
داسې احتمال څرګندیږي، چې د میسي تر څنګ د بارسلونا کلب برازیلي لوبغاړي نیمار هم د مالیو نه ورکړې لړ کې محاکمه شي.




