انضمام د پاکستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ټاکل کېږې

د پاکستان کرېکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې پخوانى کپتان انضمام الحق به د کرېکټ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې ( سلېکشن کمېټې) د مشر په توگه ټاکي.
په دې لړ کې د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر، شهريارخان، د جمعې په ورځ لاهور کې انضمام الحق سره ليدلي دي.
معلومه شوې ده چې دې غونډه کې شهريار خان انضمام ته په رسمي ډول ددې دندې وړانديز کړى دى.
خو تردې دمه انضمام الحق ددې ځواب نه دى ورکړى ځکه چې هغه دا مهال د افغانستان د لوبډلې روزونکى دى.

د عکس سرچینه، AFP
دده د روزنې په نتيجه کې افغانستان د کرېکټ د شل اوريزه نړيوالې اتلولۍ بېلابېلو سياليو کې ښه لوبه وکړه او په لومړي او دويم پړاو کې يې څلور سيالۍ وگټلې چې يوې سيالۍ کې يې د اتلولۍ گټونکي ټيم ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.
د کرېکټ اسيا اتلولۍ او ورپسې نړيوالې اتلولۍ کې د پاکستان د کرېکټ ټيم نهيله کوونکې لوبو وروسته د پاکستان کرېکټ بورډ کې لوى بدلونونه راغلل. دغه راز د مشر روزونکي وقار يونس د استعفى په تعقيب د نوي روزونکي لټون هم روان دى.




