کرېکټ: د يو ورځنيو لوبو لړۍ جنوبي افريقا وګټله

د عکس سرچینه، AFP
د جنوبي افريقا او نوي زيلاند کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو دريو لوبو لړۍ جنوبي افريقا وګټله.
جنوبي افريقا په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې چې په ډربن ښار کې ترسره شوه نوي زيلاند ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د جنوبي افريقا لوبډلې وګټله او پخپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې يې د اوو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ۲۸۳ منډې وکړې.
د نوي زيلاند د لوبې پيل بې خونده و او لومړنی لوبغاړی يې هغه مهال په لسو منډو وسوځېد چې د لوبډلې ټولې منډې ايله ۱۸ وې.
د نوي زيلاند لپاره ټام ليتم د څلورو څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۵۴ او کين ويليمسن د څلورو څلوريزو پر مټ ۳۹ منډې وکړې.
نوي زيلاند د ټولو لوبغاړو د سوځېدو پر سر ايله ۲۲۱ منډې وکړې.
د جنوبي افريقا تر ټولو ډېرې منډې اې بي ډيويلیير وکړې. ده د ۸ څلوريزو او يوې شپږيزې پر مټ ۶۴ منډې وکړې.
بل لوبغاړی چې د جنوبي افريقا لپاره يې ښه لوبه وکړه مورنی وين و. ده د ۴ څلوريزو او دوو شپږيزو پر مټ ۵۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بريالي کولو کې مهم رول ولوباوه.
د جنوبي افريقا اې بي ډويليير د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې نوي زيلاند جنوبي افريقا ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ يې يو يو مساوي کړې وه.
خو په لومړۍ لوبه کې جنوبي افريقا نوي زيلاند ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړې وه.








