کرېکټ: د افغانستان او کېنیا لوبه لغوه شوه

د عکس سرچینه، d
راتلونکی کال د کرېکټ نړیوالو شلو اوریزو اتلولیو ته د لارموندنې پړاو په سیالیو کې نن د افغانستان او کېنیا تر منځ لوبه د باران له امله لغوه شوه.
نن (دوشنبه جولای ۱۳) د افغانستان څلورمه لوبه وه.
دوی تر دې وړاندې هالند، متحدو عربي اماراتو او کوربه سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه.
افغانستان اوس مهال ۷ پواینټه لري او د خپل ګروپ (بي) په سر کې راځي.
کېنیا د پنځو پواینټونو په لرلو په دویم نمبر دی.
افغانستان له وړاندې د دغو سیالیو منځلوبو ته لار موندلې.




