ياسر شاه د ټېسټ لوبو لسو غوره بالرانو کې راغلی

ياسر شاه له سريلانکا سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اووه او په دویمه کې اته لوبغاړي وسوځول

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ياسر شاه له سريلانکا سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اووه او په دویمه کې اته لوبغاړي وسوځول

د پاکستان ليګ سپېن توپ اچوونکی ياسر شاه د کرېکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لسو غوره ټېسټ بالرانو کې راغلی دی.

ياسر شاه له سريلانکا سره د ټېسټ لوبو لړۍ په دوو ترسره شويو لوبو کې ۱۵ وېکټې اخيستي او دې د نړۍ اووم غوره ټېسټ بالر کړ.

۲۹ کلن ياسر شاه په ۲۰۱۴ کال کې ټېسټ لوبو ته مخه کړه او تر اوسه يې نهه ټېسټ لوبې کړې دي.

ده تر اوسه په نهو لوبو کې ۵۴ وېکټې اخيستي دي.

ياسر شاه تر ټولو په کمو ټېسټ لوبو کې د ۵۰ ویکټو پوره کوونکی لومړنی پاکستانی بالر شو.

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ښار اوسېدونکي ياسر شاه د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوملړ کې د ۷۵۰ پواينټونو په لرلو اووم ځای خپل کړ.

دی وروسته له هغه په غوره لسو لوبغاړو کې راغی چې د سریلانکا پر خلاف يې په ګال کې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په زړه پورې لوبه وکړه.

په دغه ټېسټ لوبه کې ياسر شاه تر ټولو ښه لوبه وکړه او د ۹۰ منډو په ورکولو يې اووه لوبغاړي وسوځول او د پاکستان په بري کې يې مهم رول ولوباوه.

ياسر شاه خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ۲۰۱۴ کال کې د استراليا په خلاف وکړه

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ياسر شاه خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ۲۰۱۴ کال کې د استراليا په خلاف وکړه

ده له سريلانکا سره په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اووه او په دویمه کې اته لوبغاړي وسوځول.

که څه هم ده په دویمه ټېسټ لوبه کې اته لوبغاړي وسوځول، خو پاکستان په کې بری ترلاسه نه کړ.

ياسر شاه خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ۲۰۱۴ کال کې د استراليا په خلاف وکړه.

د دغې لوبې له ليدو وروسته د استراليا وتلي لېګ سپېن بالر شين وارن په خپله ټويټر پاڼه کې د ياسر شاه ډېر تعريف کړی و.

ياسر شاه يوازنی پاکستانی بالر دی چې د ټېسټ لوبې په لومړنیو لسو توپ اچوونکو کې ځای لري او له ده وروسته بل پاکستان بالر سعيد اجمل دی چې ۱۲ ځای لري.