اسپانيا د پنځم ځل لپاره د اروپا اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، Getty
د اسپانيا د فوټبال وتلي کلب بارسلونا د اېټاليا د فوټبال يووېنتوس کلب ته د اروپا د اتلوليو پايلوبه کې ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره يې دغه جام وګاټه.
د جرمني د برلين ښار په اولمپيک لوبغالي کې د بارسلونا لپاره لومړنی ګول راکو ټيکچ د لوبې په څلورمه دقيقه کې وکړ.
بارسلونا د لوبې تر لومړۍ نيمايي له سيالې لوبډلې مخکې وه، خو په دويمه نيمايي کې د یووېنتوس الوارو موراټا ګول وکړ او لوبه يې په زړه پورې کړه.
يووېنتوس د لوبې له برابرولو وروسته د بارسلونا پر ګول بريدونه زيات کړل، خو دفاعي لوبغاړو يې اجازه ور نه کړه چې توپ ګول ته ورسوي.
د یووېنتوس له پر له پسې بريدونو وروسته لويس سوارېز د دويم ګول په وهلو بيا بارسلونا مخکې کړه، خو دا ځل يې سيالې لوبډلې ته د بل ګول کولو فرصت ور نه کړ.
نه يوازې دا چې بارسلونا يووېنتوس ته د بل ګول وخت ور نه کړ، بلکې نيمار د لوبې په وروستيو شېبو کې د بارسلونا لپاره دريم ګول وکړ.
دا هغه وخت و، چې نور نو د ېووېنتوس د بري هيلې اوبو يوړې.
ليونل ميسي په دغه لوبه کې ګول و نه کړ.
بارسلونا لوبډلې په ۲۰۱۵ کال کې ډېره په زړه پورې لوبه کړې او درې اتلولۍ يې ګټلي دي.
د بارسلونا په بري کې ليونل ميسي، لويس سوارېز او نيمار مهم رول لوبولی او په ټول فصل کې يې کوم لوبغاړی نه دی ټپي شوی.
د يوروګوای لويس سوارېز د فوټبال نړيوال جام يوه لوبه کې د ايټاليا پر يوه لوبغاړي خوله ولګوله او له همدې امله په ۱۱ لوبو کې د نه لوبېدو سزا ورکړای شوه.
خو له هغه راوروسته چې کله هم دی لوبغالي ته کوز شوی خورا ښه لوبه يې کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام پايلوبه کې جرمني ارجنټاين ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.









