نړیوال جام کې هند او استرالیا د خپل ګروپ وروستۍ لوبې وګټلې

د عکس سرچینه، AFP
۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن هند د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له زمبابوې او استرالیا له سکاټلنډ وګټلې.
هند د زمبابوې د ۲۸۸ منډو هدف پر ۴ او استرالیا د سکاټلنډ د ۱۳۱ منډو هدف پر ۳ وېکټو لاسته راوړ.
زمبابوې ته هند لومړی د بیټنګ بلنه ورکړه او دوی د سر درې وېکټې یوازې پر ۳۳ منډو له لاسه ورکړې.
خو سین ویلیمز او برېنډن ټېلر بیټنګ کې ښه ملګرتیا وکړه او د لوبډلې منډې یې په ۲۹م اوور کې ۱۲۶ ته ورسولې.
د ویلیمز له سوځېدو وروسته پاتې لوبغاړو هم له ټېلر سره ملګرتیا وکړه او دوی په ګډه د زمبابوې له خوا هند ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.
ټېلر شانداره سلیزه ووهله او پر ۱۱۰ توپونو یې ۱۳۸ منډې وکړې چې ۵ شپږیزې او ۱۵ څلوریزې په کې شاملې وې.
زمبابوې وروستۍ څو وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او همدا وه چې ټوله لوبډله یې په ۴۸،۵ اورونو کې وسوځېده.

د هند له خوا بالنګ کې محمد شمي، اومیش یادف او موهیت شرما درې، درې وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د هند د توپ وهونکو پیل هم دومره ښه نه و او پر ۹۲ منډو یې په ۲۳ اورونو کې ۴ وېکټې له لاسه ورکړې وې.
خو د لوبډلې کپتان یې ایم ایس دوني او تکړه توپ وهونکي سورېش رېنا پیاوړې ملګرتیا وکړه او تر پایه و نه سوځېدل.
رېنا ۱۱۰ او دوني ۸۵ منډې وکړې او دغه راز هند ټاکل شوی هدف په ۴۹م اوور کې پر ۴ وېکټو پوره کړ.
هند به د مارچ پر ۱۹مه په منځلوبه کې د بنګله دیش لوبډلې سره مخامخېږي.
بل خوا استرالیا خپل نسبتا ضعیف سیال سکاټلنډ ته په اسانۍ ماته ورکړه.
د استرالیا بالرانو د سکاټلنډ ټوله لوبډله په ۲۶م اوور کې یوازې پر ۱۳۰ منډو وسوځوله.
د دوی تېزو بالرانو میچل سټارک د ۱۴ منډو په بدل کې ۳ او پټ کمینز ۲ وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د استرالیا توپوهونکو چټکه توپوهنه وکړه او که څه هم درې وېکټې یې له لاسه ورکړې خو هدف یې په ۱۶م اوور کې پوره کړ.
ټاکل شوې استرالیا د مارچ پر ۲۰مه منځلوبه ترسره کړي خو په منځلوبه کې یې سیاله لوبډله لا مالومه نه ده.








