نړیوال جام کې استرالیا افغانستان ته ستره ماته ورکړه

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې کوربه او پیاوړې لوبډلې استرالیا افغانستان ته د ۲۷۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه.
د کرېکټ لومړۍ درجه نړیوالې لوبډلې استرالیا افغانستان ته د ۴۱۸ منډو هدف وټاکه خو افغان لوبډلې یوازې ۱۴۲ منډې جوړې کړای شوې.
د لوبې پچه افغانستان وګتله او لومړی یې د بالنګ پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلمشر محمد نبي په دې اند و چې پیچ بالنګ ته مناسب دی او دوی غواړي ګټه ترې پورته کړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي کبیر خان بي بي سي پښتو ویب پاڼې سره په خبرو کې د لوبې په اړه وویل:
"وېکټ او پیچ بیټنګ ته مناسب و ځکه نو افغانانو باید لومړی خپله بیټنګ کړی وای. که افغان توپوهونکو ۲۰۰ تر ۲۵۰ منډو هدف ټاکلی وای نو د شپې په مصنوعي رڼا کې چې بال ډېر سوینګ کېږي، دوی د دغه هدف د دفاع امکانات لرل".
دغه راز نوموړي بیټنګ کې د ستونزو په اړه وویل چې له افغان توپوهونکو لږترلږه تمه دا ده چې دوی ۵۰ اورونه ولوبوي ځکه نو نننۍ لوبه خورا خواشینونکې وه.
"ځینو توپوهونکو له پلان پرته بیټنګ وکړ، نامسولانه شاټونه یې ووهل، په ځانګړې ډول تجربه لرونکو لوبغاړو چې له کبله یې افغانستان له دومره سترې ماتې سره مخامخ شو".

دا د نړیوال جام سیالیو په تاریخ کې تر ټولو د ستر توپیر ماته وه.
له لوبې وروسته افغان لوبډلمشر محمد نبي ومنله چې د استرالیا لوبغاړو په ځانګړې ډول د دوی توپوهونکو خورا ښه لوبه وکړه او دوی ته یې د سیالۍ چانس ور نه کړ.
د استرالیا لوبډلمشر مایکل کلارک وویل چې لوبه ډېره زیاته ښه وشوه. "ما مکسویل له خپل ځانه مخکې بیټنګ ته ځکه ولېږه چې تېزه توپوهنه وکړي، او همدا یې وکړل چې په مټ یې موږ ستر هدف وټاکه".
که څه هم دولت ځدران د استرالیا د سر لوبغاړی ارون فینچ ژر وسوځاوه خو دوو نورو لوبغاړو ډېوېد وارنر او سټیف سمیت اوږده ملګرتیا وکړه.
وارنر او سمیت په ګډه ۲۶۰ منډې وکړې. وارنر په ۱۳۳ توپونو ۱۷۸ او سمیت ۹۸ توپونو ۹۵ منډې وکړې.
وارنر د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی وبلل شو. نوموړي د افغان بالرانو بالنګ وستایه او ویې ویل چې دوی یارکر بالونه ډېر ښه کوي (بالنګ کې د دوی سرعت زه حیران کړم!).
د افغانستان نږدې ټولو بالرانو خورا ډېرې منډې ورکړې.
دولت ځدران په لسو اورونو کې ۱۰۱، شاهپور ځدران ۸۹، حمید حسن ۷۰ او محمد نبي ۸۴ منډې ورکړې.

پای کې د استرالیا الرونډر لوبغاړي ګلین میکسویل پر ۳۹ توپونو خورا چټکې ۸۸ منډې وکړې چې په مټ یې استرالیا افغانستان ته د ۴۱۸ منډو ستر هدف وټاکه.
د افغانستان له خوا دولت او شاهپور دوه، دوه او حمید او نوروز منګل یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د ۴۱۸ منډو ګران هدف له پیله افغان توپوهونکي تر فشار لاندې نیولي وو.
دوی خپل د سر درې لوبغاړي پر ۴۶ منډو له لاسه ورکړل.

د استرالیا تېزو بالرانو میچل جانسن ۴ او میچل سټارک او جاش هېزلوډ ۲،۲ وېکټې واخیستې.
نوروز منګل (۳۳ منډې) او نجیب الله ځدران (۲۴ منډې) یو څه مقاومت وکړ خو افغانان له هدفه خورا لرې وو.
پای کې ټوله افغان لوبډله یوازې په ۳۷،۳ اورونو کې پر ۱۴۲ منډو وسوځېده.
په نړیوال جام کې د افغانستان بله لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پر وړاندې د مارچ پر اتم تاریخ د نیوزیلنډ په ناپیر لوبغالي کې ترسره کېږي.








