بنګله دیش د سکاټلنډ د ۳۱۹ منډو هدف لاسته راوړ

تمیم له سلیزې یوازې ۵ منډې شاته پر ۹۵ منډو وسوځېد خو له خپلې لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې د سکاټلنډ هدف په نسبي اسانۍ سره لاسته راوړي.
د عکس تشریح، تمیم له سلیزې یوازې ۵ منډې شاته پر ۹۵ منډو وسوځېد خو له خپلې لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې د سکاټلنډ هدف په نسبي اسانۍ سره لاسته راوړي.

د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې بنګله دیش د سکاټلنډ لوبډلې ته په اسانۍ پر ۶ وېکټو ماته ورکړه.

بنګله دیش د سکاټلنډ له خوا ټاکل شوی د ۳۱۹ منډو هدف پر ۴ وېکټو په ۴۹م اوور کې لاسته راوړ.

له دې ماتې سره سکاټلنډ د نړیوال جام بل پړاو یا منځلوبو ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ، که څه هم دوی سیالیو کې دوه نورې لوبې هم لري.

دغه لوبه د نیوزیلنډ په نیلسن لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلمشر مشرفې مرتضی وګټله او لومړی یې سیالې لوبډلې ته د بیټنګ بلنه ورکړه.

سکاټلنډ د سر دوه لوبغاړي یوازې په ۳۸ منډو له لاسه ورکړل خو د دریمې وېکټې لپاره کایل کویټزر او مټ مچن ښه ملګرتیا وکړه.

مچن پر ۳۵ منډو وسوځېد. له ده وروسته د سکاټلنډ لوبډلمشر پریسټن مامسېن (۳۹ منډې)، ریچي برېنګټن (۲۶ منډې) او متیو کراس (۲۰ منډې) له کویټزر سره ملګرتیا وکړه.

کویټزر لومړی شانداره سلیزه او بیا ۱۵۰ منډې پوره کړې. نوموړي پر ۱۳۴ توپونو ټولې ۱۵۶ منډې وکړې چې ۴ شپږیزې او ۱۷ څلوریزې په کې شاملې وې.

کویټزر لومړی شانداره سلیزه او بیا ۱۵۰ منډې پوره کړې. نوموړي پر ۱۳۴ توپونو ټولې ۱۵۶ منډې وکړې چې ۴ شپږیزې او ۱۷ څلوریزې په کې شاملې وې.
د عکس تشریح، کویټزر لومړی شانداره سلیزه او بیا ۱۵۰ منډې پوره کړې. نوموړي پر ۱۳۴ توپونو ټولې ۱۵۶ منډې وکړې چې ۴ شپږیزې او ۱۷ څلوریزې په کې شاملې وې.

د بنګله دیش له خوا تېز بالر تسکین احمد ښه وځلېد او د ۴۳ منډو په بدل کې یې ۳ وېکټې واخیستې.

ورو توپ اچونکي شکیب الحسن هم په ۱۰ اورونو کې یوازې ۴۶ منډې ورکړې او یوه وېکټه یې واخیسته.

دغه راز سکاټلنډ وکولی شو چې په ټاکلو شویو ۵۰ اورونو کې پر ۸ وېکټو بنګله دیش ته د ۳۱۹ منډو یو ښه هدف وټاکي.

په ځواب کې بنګله دیش خپله لومړۍ وېکټه پر ۵ منډو له لاسه ورکړه خو د دوهمې وېکټې لپاره د سر لوبغاړي تمیم اقبال او محمد الله د ۱۳۹ منډو ملګرتیا وکړه.

محمد الله پر ۶۲ منډو وسوځېد. د ده تر څنګ مشفیق الرحیم او شکیب الحسن هم پنځوسیزې ووهلې.

تمیم بیا له سلیزې یوازې ۵ منډې شاته پر ۹۵ منډو وسوځېد خو له خپلې لوبډلې سره یې مرسته وکړه چې د سکاټلنډ هدف په نسبي اسانۍ سره لاسته راوړي.

د بنګله دیش بله لوبه د استرالیا په اډلیډ لوبغالي کې د مارچ پر نهمه نېټه له انګلستان سره ده.

او سکاټلنډ خپله بله لوبه له سریلنکا سره د استرالیا په هوبارټ لوبغالي کې د مارچ پر ۱۱مه کوي.