فوټبال: اوزېل د ۱۲ اونیو لپاره له لوبې بهر شو

د عکس سرچینه، AFP
د انګلستان د غوره لیګ لوبډلې ارسنل منځ ډګری لوبغاړی مسعود اوزېل د خپې د ټپ له امله د ۱۲ اونیو لپاره د فوټبال له لوبې بهر شو.
مسعود اوزېل د تېرې یکشنبې په ورځ د چېلسي پر وړاندې سیالي کې ټولې ۹۰ دقیقې ولوبېد.
نوموړی تېره ورځ جرمني ته ولاړ چې په اروپايي لیګ لوبو کې د خپل هېواد جرمني استازیتوب وکړي.
میونېخ ته تر رسېدو وروسته د اېم آر آي سکین له لارې په ډاګه شوه چې د نوموړي د چپې پښې پټۍ کش شوې.
د جرمني فوټبال فدراسیون په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې د نوموړي درملنه به شاوخوا له شپږو تر اتو اونیو وخت ونیسي او تر ۱۲ اونیو به ونه شي کړای چې د فوټبال لوبه وکړي.
د ارسنل دوه نور منځ ډګري لوبغاړي ارون رمزي او مېکال ارټېټا لا له وړاندې ټپیان دي.
د دغو لوبغاړو د نه شتون له کبله ښايي ارسنل له یو لړ ستونزو سره مخ شي.
رمزي، آرټېټا او اوزېل د ارسنل لوبډلې له مهمو لوبغاړو دي.
د ارسنل لوبډلې مسعود اوزېل په ۲۰۱۳ کال کې له اسپانوۍ لوبډلې ریال مادرید نه د څه باندې ۴۲ مېلیون پاونډو په بیه پېرلی و.
نوموړي تر اوسه د ارسنل لپاره په ۴۶ لوبو کې ۸ ګولونه کړي دي.
اوزېل به په راتلونکې اونۍ کې د پولنډ او آیرلنډ پر وړاندې لوبو کې د جرمني استازیتوب هم ونه شي کړای.








