افغانستان د اسټرالیا نیو ساوت وېلز ته ماته وکړه

د کرېکټ ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي لوبو په ترڅ کې نن (جمعه، سپتمبر ۲۶ مه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا سیمه ایزې لوبډلې نیو ساوت وېلز ته په دریو وېکټو ماته ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر محمد نبي وګټله او سیاله لوبډله یې توپوهنې ته راوبلله.
د اسټرالیا نیو ساوت وېلز لوبډلې د سیالۍ په ۴۹ اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې جوړې کړې.
د اسټرالیا له خوا انډریو هاریوټ ۶۶ او مایکل سپاسیکي ۴۵ منډې جوړې کړای شوې.
د افغان توپ اچونکو له لوري آفتاب عالم د سیالې لوبډلې ۴ او یامین احمدزي ۲ لوبغاړي وسوځول.
افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ د وروستي اوور په دوهم توپ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو بشپړ کړ.
په توپوهنه کې د افغانستان له لوري نوروز منګل ۸۵ او ناصر جمال ۴۱ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد له لوبې وروسته وویل:
"له دغو تمریناتي سیالیو څخه زموږ موخه د اسټرالیا له لوبغالو او د هوا له حالاتو سره د ملي لوبډلې بلدتیا ده".
نوموړي زیاته کړه:
"د اسټرالیا ټولې سیمه ایزې لوبډلې خورا پیاوړې دي چې خپلې ملي لوبډلې ته یې مدام ښه لوبغاړي ورکړي او تل یې د اسیایي هیوادونو ملي لوبډلو پر وړاندې ښې سیالۍ ترسره کړې دي. زموږ د ملي لوبډلې نننۍ بریا په راتلونکې کې د سترو بریالیتوبونو په مانا ده".
له نننۍ سیالۍ څخه د لیدنې لپاره په افغانستان کې د اسټرالیا سفیر جان فلیپ هم لوبغالي ته تللی و او د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مثبت پرمختګ یې د تمریناتي سیالیو په ترڅ کې د ستاینې وړ وباله.








