محمد نبي په نړیواله کچه اتم غوره آل راونډر

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی دی چې د لس غوره لوبغاړو په لېست کې یې ځای موندلی

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی دی چې د لس غوره لوبغاړو په لېست کې یې ځای موندلی

د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې د نړۍ اتم غوره آل راونډر (چې د بالېنګ او بېټنګ دواړو وړتیا ولري) نومول شوی.

د آل راونډرانو په دغه رینکنګ (درجه بندي) کې په لومړي نمبر د پاکستان محمد حفیظ دی. نوموړی ټولټال ۴۱۷ نمرې لري.

د بنګله دېش تکړه لوبغاړی شکېب الحسن بیا د ۳۶۸ نمرو په لرلو په دویم نمبر دی.

د یو ورځني کرېکټ لوبو د لس غوره آل راونډرانو په دې لېست ۷ د آسیايي هېوادونو لوبغاړي دي.

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی دی چې د لس غوره لوبغاړو په لېست کې یې ځای موندلی.

نوموړی ۲۸۰ پواینټونه لري او اتم مقام یې خپل کړی.

تر ده وړاندې په اووم نمبر د پاکستان اتل او پښتون لوبغاړی شاهد اپریدی دی.

نوموړی له ښاغلي نبي یوازې ۲۰ پواینټه مخته دی.

د آی سي سي د دغه وروستي رینکنګ (درجه بندي) له مخې د محمد نبي د لوبې ګراف په تېر څه وخت کې لوړ تلی.

نوموړی د ویسټ انډیز پر وړاندې د څلورو یو ورځنیو لوبو په سیریز کې هم ښه لوبېدلی و او ښايي د نوموړي په انفرادي ریکارډ او لوبه یې ښه اغېز کړی وي.

کرېکټ لوبه کې د رینکېنګ تاریخچه

نبي له پاکستاني پښتون لوبغاړي شاهد اپریدي نه یوازې ۲۰ پواینټه شاته دی

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، نبي له پاکستاني پښتون لوبغاړي شاهد اپریدي نه یوازې ۲۰ پواینټه شاته دی

په کرېکټ لوبه کې د لوبغاړو ریټنګ یا د غوره لوبغاړو ټاکل په لومړي ځل ۱۹۸۷ کال کې پیل شو.

دا چاره د آی سي سي په استازیتوب ریلاینس موبایل ترسره کوي چې د آی سي سي سره سوداګریزه ملګرتیا لري.

له ریلاینس سره د کرېکټ نړیوالې شورا اوسنی قرارداد تر ۲۰۱۵ کاله دی.

د لوبغاړو رینکېنګ د دوی وروستۍ لوبې ته په کتو کېږي.

هر لوبغاړی چې په پرله پسې ډول ښه لوبېږي، هغومره ډیر پواینټونه به لري او په دې توګه به په درجه بندۍ کې په لوړه کچه راځي.

په پیل کې د لوبغاړو درجه بندي یوازې په پنځه ورځنیو یا ټېسټ لوبو کې کېده خو په له ۱۹۹۸ کال راپدېخوا په یو ورځنیو او بیا په شل اوریزو لوبو کې هم پیل شوه.

د انګلستان ډیوېډ کالېن کېنډېکس له ۲۰۰۳ کال راهیسې د لوبغاړو د رینکېنګ یا درجه بندۍ مسوول دی.

نوموړی پخوا د انګلستان کرېکټ بورډ کارکوونکی هم پاتې شوی او د رینکېنګ یا درجه بندۍ لپاره عصري پروګرامونه او سېستم د همدې ښاغلي د زیار له امله جوړ شوی.

د یو ورځني کرېکټ د لس غوره آل راونډرانو جدول