پاکستان له سختې لوبې وروسته سریلنکا ته ماته ورکړه

پاکستان د وروستي اور په پنځم بال د شاهد اپریدي د یوې څلوریزه پر مټ میچ وګاټه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان د وروستي اور په پنځم بال د شاهد اپریدي د یوې څلوریزه پر مټ میچ وګاټه.

پاکستان د دریو یو ورځنیو میچونو په لومړۍ هغه کې سریلنکا ته د یوې په زړه پورې او سختې لوبې وروسته پر ۴ وېکټو ماته ورکړه.

پچه پاکستان وګټله او کپتان یې مصباح الحق د همبنتوتا په لوبغالي کې لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.

د میچ له پیلېدو وړاندې په لوبغالي کې ورېځې وې او هوا سړه وه معنا دا چې پیچ (د لوبې میدان) د بالنګ لپاره مناسب و.

د سریلنکا د بیټنګ پر مهال په شپږم اوور کې باران پیل شو چې نږدې یو ساعت وروسته ودرېد خو د باران له کبله میچ ۴۵ اورونو ته را کم شو.

د پاکستان بالرانو د دغه حالت څخه ګټه پورته کړه او په ۱۸ اورونو او ۷۵ منډو په بدل کې یې د سریلنکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

خو وروسته د سریلنکا تجربه لرونکی بیټسمین مهېلا جې وردنا او کپتان یې انجېلو متیوس تر سلو د ډېرو منډو ملګرتیا وکړه او دواړو په دې ملګرتیا کې خپلې پنځوسیزې پوره کړې.

سریلنکا په ۴۵ اورونو کې ۲۷۵ منډې جوړې کړې او داسې ښکارېده چې د پاکستان لپاره به د دغه هدف تر لاسه کول ګران وي.

د پاکستان له لوري وهاب ریاض د سریلنکا ۳ او محمد عرفان ۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د پاکستاني بيټسمینانو پیل ښه نه و او په ۲۳ اورونو کې یې د ۱۰۶ منډو په بدل کې د سر ۵ لوبغاړي وسوځېدل.

ډېری پاکستاني لوبغاړي د چټکو منډو د تر لاسه کولو په هڅه کې وسوځېدل خو بیا هم یو مهال پاکستان په هر اوور کې د ۷،۵ منډو پر اوسط ۱۶۹ منډو ته اړتیا درلوده.

دغه مهال صهیب مقصود د لوبې ډګر ته راغی او وار له واره یې په چټک ډول منډې جوړول پیل کړل.

فواد عالم د صهیب مقصود ملګرتیا کوله. که څه هم فواد په پیل کې ستونزې درلودې خو وروسته ده هم چټکې منډې جوړې کړې.

دغه ډول صهیب او فواد په زړه پورې بیټنګ نندارې ته وړاندې کړ او د بیټنګ په ملګرتیا کې یې د ۱۱۷ بالنو په بدل کې ۱۴۷ منډې جوړې کړې.

په پای کې پاکستان په پنځه اورونو کې ۴۵ منډو ته اړتیا درلوده او داسې ښکارېده چې ګواکې پنځوس اوریزه نه بلکه شل اوریزه میچ وي.

که څه هم فواد د لوبې پای ته نږدې پر ۶۲ منډو وسوځېد خو صهیب تر پایه و نه سوځېد او ۸۹ منډې یې جوړې کړې.