د کرکټ نړیوال جام سیالېو ته چمتووالی

ټاکل شوې چې نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه افغانستان استرالیا کې څلور تمریني لوبې وکړي.
د عکس تشریح، ټاکل شوې چې نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه افغانستان استرالیا کې څلور تمریني لوبې وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا یا (آی سي سي) د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته د لار موندونکو څلورو هیوادونو افغانستان، ایرلینډ، عربي متحده امارات او سکاټلینډ لپاره استرالیا ته د چمتوالي سفر په پام کې نیولی.

د سفر موخه دا ده چې دغه څلور لوبډلې د نړیوال جام سیالیو لپاره د استرالیا د اقلیم او د هغه هېواد د لوبو له شراېطو سره ځانونه بلد کړي.

دغه څلور لوبډلې به په استرالیا کې له ځايي لوبډلو سره په ستمبر او اکتوبر کې یو لړ سیالۍ تر سره کړي.

د استرالیا د کرکټ کارپوهان او پخواني لوبغاړي به له دغو لوبډلو سره په تمرین کې وکړي.

دغه سفرونه د کرکټ نړیوالې شورا د لوړ معیار لوبو د پروګرام یوه برخه ده.

د کرکټ د نړیوالې شورا اجرایوي مشر ډیو ریچرډسن وویل "د کرکټ په ډګر کې د مخ پر ودې هیوادونو وړتیا لوړول او دوي په نړیواله کچه لوبو ته چمتو کول د آی سي سي د لوړ معیار لوبو د پروګرام یوه مهمه برخه ده. دغو څلورو لوبډلو لپاره دغه سفرونه یو ډیر ښه فرصت دی چې د کرکټ اړوند ارزښتناک مهارتونه او تجربې تر لاسه کړي."

لومړی به استرالیا ته عربي متحده امارات سفر کوي او هلته به د پرت او ډاروین په ښارونو کې د ستمبر له ۱۲ مې تر ۲۵ مې تمریني لوبې ترسره کوي.

ټاکل شوې چې افغانستان به استرالیا کې څلور تمریني لوبې وکړي چې دوه به یې د پرت په ښار کې او دوه نورې د کنبیرا په ښار کې تر سره کیږي.

سکاټلینډ به د دریو تمرینې لوبو او ایرلینډ څلورو لوبو لپاره استرالیا ته د ستمبر په پای کې سفر وکړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي وویل "موږ به نه یواځې استرالیا کې د کرکټ لوبو د شرایطو سره ځان بلد کړو بلکه د پخوانېو نامتو لوبغاړو نه به د کرکټ لوبې په اړه سپارښتنې هم تر لاسه کړو. د دې تر څنګ به موږ دا فرصت هم ولرو چې په استرلیا او نوي زیلاند کې د کرکټ لوبې د نړیوال معیار له اسانتیاو ګټه واخلو."