د افغان اولمپيک نوى مشر اصلاحات راولي

د جنرال ظاهر اغبر پر ځاى د افغانستان د اولمپيک کمېټې نوى نومول شوى مشر څارنوال کرام الدين کريم د دندې له ترلاسه کولو لږ وروسته د خپلو پلانونو يادونه وکړه.
څارنوال کرام الدين کريم چې له تيرو ١٠ کلونو د افغانستان د فوټبال فدراسيون مشر و د ولسمشرۍ له يوه فرمان سره سم د اولمپيک کمېټې مشر وټاکل شو.
د فوټبال فدراسيون وياند مرتضى دانش د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل ښاغلى کريم به له دې وروسته دواړه دندې پر مخ بيايي.
د نوي ټاکل شوي مشر وياند ادعا وکړه چې تر اوسه د اولمپيک کمېټه د رکود په حالت کې وه.
جنرال ظاهر اغبر په تېرو څلورو کلونو کې د اولمپيک کمېټې مشر و.
هغه وايي چې په دغه موده کې افغانستان په بيلا بيلو لوبو کې مډالونه ترلاسه کړي دي او د دوى کار د پام وړ و.
خو مرتضى دانش په افغانستان کې د لوبغاړو استعدادونو ته په پام سره د اولمپيک کمېټې لاسته راوړنې ډيرې نه بولي.
کرام الدين کريم پخوا د اردو د سپورتي کلب مشر و او خپله يې هم په نامسلکي ډول لوبې کړي دي.
دى وايي چې د اولمپيک په کمېټه کې به اصلاحات راولي.
جنرال اغبر د استعفى ورکولو پر وخت ويلي و چې د ده په کار کې لاسوهنې کېږي.
هغه د لاسوهنو بېلگه د فوټبال فدراسيون جلا کول بللي و.
د افغانستان د فو ټبال فدراسيون د دغې لوبې د نړيوالې څارونکې ادارې له قانون سره سم بايد جلا وي خو په کابل کې تر دې وروستيو پورې په اولمپيک کمېټې پورې تړلى و.








