افغانستان کرېکېټ کې کېنيا ته ماته ورکړه

افغانستان له کېنيا سره خپله لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د څلورو لوبغاړو په بايللو په ۱۰۶ منډو وګټله.
د متحده عرب اماراتو شارقه/شارجه کې د دوشنبې (سپتمبر ۳۰ مې) لوبه کې افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ټولو ۲۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدا او د ۱۶۲ منډو په جوړولو کېنيا ته د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.
خو د کېنيا لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې په ټولټال ۵۶ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د افغان لوبډلې پر وړاندې يې ماته وخوړه.
په افغان لوبډله کې اصغر ستانکزي۴۳، سميع الله شينواري ۳۹، محمد شهزاد ۳۶ او محمد نبي ۲۶ منډې وکړې.
نړيوالو اتلوليو لپاره مهمې لوبې
خو افغان کرېکېټ لوبډلې لپاره به جدي ننګونه چارشنبه د (اوکتوبر پر ۲ مه) او جمعه د (اوکتوبر پر ۴ مه) وي چې د ۲۰۱۵ کال کرېکېټ نړيوالو اتلوليو ته پر لار لوبو کې به له کېنيا سره بخت ازمويي.
افغان لوبډلې لپاره راتلونکې دواړه لوبې خورا مهمې دي، چې بيا هم به د متحده عرب اماراتو په شارجه کې کېږي.
اوسمهال افغانستان د کرېکېټ نړيوالې شورا نړيوال کرېکېټ ليګ اتلولۍ کې په ۱۲ لوبو او ۱۵ پواينټونو پر ۴ مه شمېره دی.
په دغه جدول کې پر لومړي ځای ايرلنډ، ورپسې متحده عرب امارت، پر درېيم ځای هالنډ او څلورم ځای افغان لوبډلې نيولی دی.
د دغه جدول يوازې د سر دوه لوبډلې به د کرېکېټ نړيوال کپ (اتلوليو) ته مخامخ لار مومي.
په داسې حال کې چې ايرلنډ په ۱۴ لوبو او ۲۴ پواينټو له وړاندې نړيوالو اتلوليو ته لار موندلې، متحده عرب امارات او هالنډ دواړه چې خپلې ټولې ۱۴ لوبې يې کړې، ۱۸ پواينټونه لري.
د افغان کرېکېټ لوبډلې روزونکي کبير خان په شارجه کې له کېنيا سره لوبې د کرېکېټ نړيوال کپ ته مخامخ تګ لپاره مهمې وبللې، او ويې ويل: "دا زموږ لپاره ډېرې مهمه ده چې په مخامخ ډول لاړ شو، که نه نو د لارې موندنې بل پړاوهڅه کې به نوي زيلنډ ته په تګ کې پر هلکانو اضافي فشار وي، نو موږ غواړو مخامخ لاړ شو، او نړيوالو اتلوليو ته په تياريو پيل وکړو."
افغانستان که له کېنيا نه د (اوکتوبر ۲ مې او ۴ مې) دواړه لوبې وګټي، چې بيا هم د متحده عرب اماراتو په شارقه/شارجه کې کېږي، نو له ايرلنډ وروسته به دوهم ځای ته ټوپ کړي او د ۲۰۱۵ کال کرېکېټ نړيوالو اتلوليو کې به ځان ته ځای خوندي کړي.
که افغانستان له کېنيا سره دغې لوبې ونه ګټي او يا له ۱۸ خپل پواينټونه لوړ نه کړي نو متحده عرب امارات چې پر دوهم ځای دي، له ايرلنډ سره په ګډه به کرېکېټ نړيوال کپ ته مخامخ لار مومي.
متحده عرب اماراتو خپلې دوې وروستۍ لوبې د جمعې او يکشنبې پر ورځو وګټلې، او ناميبيا يې د مخامخ تګ له سيالۍ وايسته، چې هالنډ هم ورسره پاتې راغی.
د کرېکېټ نړيوال ليګ اتلولۍ هغه لوبډلې چې نړيوال کپ ته مخامخ لار ونه شي موندلی، نو راتلونکی کال به په نوي زيلنډ کې د لارموندنې سياليو بل پړاو کې دوهم چانس ولري.
دوی به هلته له هانګ کانګ، نيپال، پاپوا نوې ګيني او يوګانډا سره د نړيوالو اتلوليو دوه نورو ځايونو لپاره سره بخت ازمويي.








