کندهار کې د شپې مهال فوټبال سیالۍ کېږي

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار کې د روژمې مبارکې میاشتې په ویاړ د شپې مهال سیالۍ پیل شوې.
دغه لوبې به د فوټبال د ۹۰ لوبډلو ترمنځ احمد شاهي لوبغالي کې کېږي.
د کندهار ولایتي مطبوعاتي دفتر له خوا بي بي سي ته په یوه رالېږل شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې د سیالۍ هدف د ځوانانو هڅول دي، چې د نشه يي توکو مخه ونیوله شي او ځوانان د لوبو او سپورت ډګر ته راودانګي.
د کندهار د سپورت امر محمد الله ګلالي خبریالانو ته وویل، چې ''د فوټبال دغه سیالۍ د روژې تر اووه ویشتمي شپې دوام ومومي او په سیالیو کي به هره شپه درې لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیږي''.
نوموړي دا هم ویلي، چې پا یاد ټورنمنټ کې د ښاري لوبډلو ترڅنګ د دامان، بولدک، ډنډ او ارغنداب ولسوالیو د فوټبال لوبډلې هم سیالۍ کوي.
لوبغاړي له روژه ماتي وروسته لوبه کوي.
کندهار د افغانستان په کچه هغه لومړنی ولایت دی، چې د شپې مهال یې د فوټبال سیالۍ پیل کړې دي.
د لوبو دغې نندارې ته د کندهار ښار اوسېدونکي هره شپه احمد شاهي لوبغالي ته ورځي.








