د ۱۴ کلنو هلکانو فوټبال سيالۍ اسلام اباد کې روانې دي

افغان فوټبال لوبډله

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د افغانستان د لویانو فوټبال لوبډله هم په خپلو وروستيو اتلوليو کې ځلېدلې وه.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ۱۴ کلنو هلکانو فوټبال سياليو کې د افغانستان لوبډلې له پاکستان سره خپله لوبه ۰ـ۰ مساوي کړې، خو له پاکستان A يې بيا د جنيد الله خادم په ګول ۱ـ۰ ګټلې ده.

تاجکستان بيا افغانستان ته ۱-۰ ماته ورکړې، د تاجک لوبډلې ګول محمد شريف الله وکړ.

د پاکستان او پاکستان A لوبډلو هم د دغو لوبو په دوهمه ورځ (پنجشنبه/پنځنۍ) دوو بېلو لوبو کې په جناح سټېډيم کې تاجکستان ته ۱ـ۰ ماتې ورکړه.

د اسيا فوټبال فدراسيون د ۱۴ کلنو هلکانو فوټبال سياليو فعاليت د اپرېل پر ۱۱ مه چارشنبه/څلورنۍ د اسلام اباد په جناح سټېډيم کې پيل شو.

په دغو سياليو کې د افغانستان، تاجکستان او دوه کوربه لوبډلې پاکستان او پاکستان A سره سيالۍ کوي، چې پنځه ورځې به روانې وي.

د تنظيمونکې کمېټې مشر فضل رحمان وايي په پيل کې ټاکل شوې وه چې د پاکستان يوې لوبډلې په ګډون اووه لوبډلې په دغه لوبيز فعاليت کې سره سيالۍ وکړي.

خو نوموړي په دغو سياليو کې د ايران، ترکمنستان، قرغېزستان او قزاقستان پر نه ګډون نهيلي څرګنده کړه.