کرېکټ: افغانستان د نيپال سياليو په نيمه پای لوبه کې

- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
د افغانستان ملي لوبډلې د اسیا د شل اووریزو سیالیو په لړ کې په خپله څلورمه لوبه کې مالدیو هیواد هم مات کړ، او نیمه پای لوبې ته ووت.
پچه د مالديو لوبډلې وګټله، او لومړی يې افغانستان ته د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۷ منډې وکړې او مالدیو لوبډلې ته یې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري شبیر نوري ۷۶، کریم صادق ۲۶ او شهزاد محمدي ۱۹ منډې وکړې.
د مالديو لوبډلې د دغه هدف په تعقيب لوبه پيل کړه او په ۱۸ اعشاریه دوه اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سر یواځې ۹۵ منډې وکړې او ویې نشو کړای د افغانستان له لوري ټاکل شوي هدف پوره کړي.
افغانستان دغه لوبه په ۶۲ منډو وګټله.
د افغانستان له لوري محمدنبي عیسی خیل ۴ مخالف لوبغاړي او نوروز منګل ۳ لوبغاړي وسوځول.
شبير نوري چې د افغانستان لپاره يې په يوازې سره ۷۶ منډې وکړې د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان د اسيا د شل اووريزو سيالیو په لومړنيو درېواړو لوبو کې خپلو حريفانو ته ماتې ورکړې ده.
افغانستان اوس د اې په ګروپ کې د سر سر ځای لري.








