کرېکټ: افغانستان مالېزيا ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرېکټ د شل اووريزو لوبو په يوه سيالۍ کې مالېزيا ته په ۵۹ منډو ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی لوبه وکړه او د شبير نوري د پنځوسيزې پر مټ يې په شلو اوورونو کې ټول ټال ۱۶۶ منډې وکړې.
افغان لوبډلې دغه منډې يوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو جوړې کړې.
د افغانستان لپاره کريم صادق ۳۹ او اصغر ستانکزي ۲۴ منډې وکړې.
د مالېزیا د کرېکټ لوبډلې د دغه هدف د پوره کولو لپاره پيل ډېر ښه وکړ، خو افغان بالران وتوانېدل چې د ماليزیايي لوبغاړو د تېزې لوبې مخه را وګرځوي.
په ټوله کې د مالېزيا لومړنيو دريو لوبغاړو ښه لوبه وکړه، او افغان بالرانو وروستيو لوبغاړو ته دا فرصت ور نه کړ چې په ازادانه ډول خپله لوبه وکړي.
مالېزيا د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په سر خپلې منډې ايله ۱۰۷ ته ورسولې چې اوورونه پرې خلاص شول.
افغان لوبغاړی شبير نوري چې ۵۳ منډې يې کړې وې د دغې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.








