کريکټ : ماليزيا له سياليو د افغان لوبډلې د ايستلو چانس موندلى

د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په سياليو کې د متحدو عربو اماراتو او ماليزيا ترمنځ لوبه نن ( سه شنبه د اپريل شپږمه ) په کويت کې په داسې حال کې پيل شوه چې د افغانستان د لوبډلې برخليک ورسره تړلى و.
د لوبې نيمه برخه سر ته رسيدلې ده او لا هم د افغان لوبغاړو برخليک څرگند نه دى .
اماراتو د پچې له گټلو وروسته خپله منډو ته ملا وتړله خو يوازې په ١٥٢ منډو يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل .
ماليزيا چې په څه ډول له افغانستان او وروسته له بوټان سره لوبه وکړه دا هيله ورڅخه کيږي چې دغه منډې هم وکړي .
خو د ډوډۍ تر وقفې وړاندې په پنځو ترسره شويو اوورونو کې يې دوه لوبغاړي وسوځيدل او يوازې ١٥ منډې يې لرلې .
که ماليزيا غواړي چې نيمه پايلوبو ته ورسيږي او افغانستان له دغو سياليو وباسي نو پاتې ١٣٨ منډې بايد په څلورويشتو نورو اوور کې پوره کړي .
ميدان هم داسې ښکاري چې منډې پرې په اسانه نه جوړيږي.
نبي کويت ته رسيدونکى دى
د ماليزيا له بري سره به په بي گروپ کې افغانستان ، امارات او ماليزيا درې واړه له څلورو پواينټونو سره مساوي وي خو په دغه حالت کې د منډو اوسط ته سترگې ور اوړي .
د اوس لپاره د افغانستان د منډو اوسط تر ماليزيا ډير دى خو تر متحدو عربو اماراتو ډير کم دى .
که ماليزيا اماراتو ته په څلورويشتم اوور کې ماتې ورکړه نو د دوى د منډو اوسط به تر افغانستان پورته شي او په دې ډول به امارات او ماليزيا نيمه پايلوبو ته لار ورمومي .
که داسې وشول نو دا به په تيرو شپږو کلونو کې لومړى ځل وي چې افغانستان د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايلټ ټرافي په سياليو کې نيمه پايلوبو ته نه دى رسيدلى .
په هغه حالت کې به افغانستان د چارشنبه په ورځ د پنځم او شپږم مقام لپاره سيالي کوي .
د افغان لوبډلې لپاره غوره خبره دا ده چې اوس محمد نبي هم ور رسيدونکى دى خو دا چې د نبي رسيدل به د نيمه پايلوبو لپاره وي که د پنځم مقام لپاره ، دا به څو ساعته وروسته د ماليزيا د لوبې په بشپړيدا څرگنده شي .








