د اسپانیا د ښځو فوټبال لوبډلمشره د نړیوال جام له ګټلو وروسته د پلار له مړینې خبره شوه

Olga Carmona celebrates for Spain

د عکس سرچینه، NurPhoto

د اسپانیا د ښځو فوټبال د ملي‌ لوبډلې کپتانه، چې پرون یکشنبه یې د انګلستان خلاف د نړیوال جام پایلوبه کې د برخلیک ټاکونکي ګول په وهلو سره اسپانیا نړیواله اتله کړه، د نړیوال جام له ګټلو وروسته د خپل پلار له مړینې خبره شوه.

د اولګا کارمونا پلار له اوږدې مودې راهیسې ناروغ او د تېرې جمعې پر ورځ مړ شوی و، خو ملګرو او کورنۍ یې ترې دا خبره د نړیوال جام سیالیو لپاره پټه ساتلې وه.

اغلې کارمونا ۲۳ کلنه او د ریال ماډریډ د ښځینه لوبدلې غړې هم ده.

اسپانیا د نړیوال جام پایلوبه کې د هغې په یوازني ګول سره انګلنډ ته ماته ورکړه.

اولګا کارمونا د خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "پوهېږم چې نن شپه دې زما لوبه لیدله او راباندې ویاړلې. روح دې ارام پلاره."

هغې له خپل دغه پیغام سره د بریا د میډال عکس هم خپور کړی چې ښکلوي یې.

د ویډیو تشریح، د ښځو نړیوال جام ۲۰۲۳: کارمونا د اسپانیا لپاره د ښځو نړیوال جام وګاټه

د نړیوال جام ګټوونکو ته د اتلولۍ پر جام سربېره د سرو زرو مډال هم ورکول کېږي.

د اسپانیا د فوټبال ټولنې 'ار‌اېف‌يي‌اېف' د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي چې دغه ټولنه د اولګا کارمونا د پلار د مړینې پر اعلان خورا خواشینې ده.

ار اېف يي اېف زیاته کړې "زموږ د خواخوږۍ غېږې د دغه ستر غم په شېبه کې اولګا او د هغې کورنۍ ته پرانېستې دي. اولکا موږ درسره مینه لرو - ته د اسپانیا د فوټبال ژوندی تاریخ یې."

د اسپانیا فوټبال ښځینه لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د نړیوالې اتلولۍ سیالیو کې ټولټال ۷ لوبې درلودې او اغلې کارمونا ترې په پنځو لوبو کې له پیله لوبډله کې شامله وه.

Olga Carmona celebrates for Spain

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسپانیا رېلېوو رسنۍ ویلي، د اولګا کارمونا کورنۍ او ملګرو ددې لپاره له هغې د پلار د مړینې خبر د پټ ساتلو پرېکړه کړې وه چې نوموړې پر پایلوبه تمرکز وکړای شي.

د فوټبال د نړیوال جام لوبې استرالیا کې کېدې او د اولګا مور او وروڼه شنبه د نوموړې ملاتړ دغه هېواد ته ورسېدلي وو.

ریال ماډرېډ لوبډلې هم له اغلې کارمونا، د هغې خپلوانو او ټولو مینوالو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.‌