د فوټبال نړیوال جام به څوک ګټي؟

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بي بي سي

د دسمبر په ۱۸ مه نېټه به په قطر کې د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې د لیونېل میسي ارجنتاین د کېلیان اېمبپې له فرانسې سره مخامخ وي.

په قطر کې تر سیالیو وړاندې د فوټبال ۲۱ نړیوالې اتلولۍ شوې دي. په پایلوبو کې یې عموماً یوه نه یوه ستوري د ټولې نړۍ پام ور اړولی وي. نیمه پېړۍ وړاندې د برازیل پېلې و، بیا د ارجنتاین مراډونا و، د برازیل رونالدو او د فرانسې زیدان و چې پایلوبو کې وځلېدل او نړیوال جام یې پورته کړ.

خو د تېرې لسیزې دوو لویو ستوریو لېونیل میسي او کرستیانو رونالدو لا تر اوسه دغه ویاړ ونه موند. رونالدو د پرتګال لپاره د اروپایي اتلولیو پایلوبه وګټله او میسي د کوپا امریکا جام د ارجنتاین په نامه کړ. خو له ۲۰۰۶کال راهیسې په نړیوالو جامونو کې لوبېدونکو دغو کمسارو ستورو نړیوال جام لا نه دی پورته کړی.

د پرتګال رونالدو د قطر په سیالیو کې له منځلوبو ووت، میسي شاید په وروستي ځل د جام پورته کولو موقع لري.

د رونالدو او میسي د لوبیز ژوند وروستي کلونه دي.

د یکشنبې په ورځ ( د دسمبر ۱۸ مه ) به میسي ته د جام پورته کولو په وړاندې تر ټولو لوی خنډ هغه لوبغاړی جوړوي چې د ډېرو په ګومان د میسې او رونالدو ځای ناستی دی.

۲۳ کلن کېلیان اېمبپې واردمخه نړیوال جام پورته کړی، که یې دا ځل هم وګاټه د برازیلي پېلې په پله به یې پل اېښي وي او میسې به یې ښايي د تل لپاره د نړیوال جام له ګټلو محروم کړی وي.

تر پایلوبې مزل

ارجنتاین له مکسیکو، پولنډ او سعودي سره د سي ګروپ جوړاوه.

د نومبر په ۲۲ مه نېټه د میسي په مشرۍ ظاهرآ تر ټولو اسانې لوبې ته ارجنتایني لوبډله لوبغالي ته ورووته.

سیاله غاړه د سعودي لوبډله وه. میسي د پینالتي هڅه په ګول بدله کړه ورسره دا ګومان لا پیاوړی شو چې د ګڼو ګولونو په توپیر به ارجنتاین بریالی شي. خو په حیرانونکې توګه سعوديانو لوبه دوه یو وګټله.

سعودي په سبا ټول هېواد کې له خوښۍ رخصتي اعلان کړه، لوبغاړو ته یې ډالۍ ورکړې او ارجنتاین په دې ډار اخته شو چې که له دې وروسته یې کومه لوبه وبایلله نو له سیالیو به ووځي.

د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ګټونکې فرانسه په ډي ګروپ کې له استرالیا، تونس او ډنمارک سره مخامخ وه. په لومړنۍ لوبه کې یې استرالیا ته څلور یو ماته ورکړه ، دویمه یې له ډنمارکه دوه یو وګټله او بې له کوم سرخوږي دویم پړاو ته ووته.

په وروستۍ لوبه کې یې ډېرو لوبغاړو ته دمه ورکړه، تونس ترې وګټله خو فرانسه د وروستیو ۱۶ لوبډلو په کتار کې ولاړه وه.

ارجنتاین د خپل ګروپ وروستۍ دوې لوبې وګټلې. په دویم پړاو کې یې لوبه له استرالیا سره راغله چې دوه یو پکې بریالی شو. فرانسې بیا له پولنډه درې یو وګټله.

په منځلوبو کې ارجنتاین له نیدرلند سره مخامخ شو چې لوبه یې دوه دوه مساوي ختمه شوه. د پینالتي په پنځو هڅو کې د میسي لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار ومونده. فرانسې بیا انګلنډ ته دوه یو ماته ورکړه.

په نیمه پایلوبو کې ارجنتاین کرویشیا ته درې صفر او فرانسې له مراکشه دوه صفر وګټله.

پایلوبه

د فرانسې دفاع په تېره بیا د کیڼ لاس برخه یې په ټولو لوبو کې له سرخوږي سره مخامخ وه.

له نیمه پایلوبې وړاندې یې په ټولو لوبو کې ګولونه وخوړل. خو د اېمباپې، ډمبېلې، ګریزمېن او ژېروډ په شته والي کې فرانسویانو تل پر خپلو سیالانو د ګول وهلو موقع لرله. ارجنتاین بیا په دفاع کې پیاوړې ښکاره شوه.

په منځلوبه کې له نیدرلند سره یې په وروستیو لسو دقیقو کې د دنګو نیدرلندي لوبغاړو او هوايي پاسونو په وړاندې ستونزه لرله خو له دې ورهاخوا یې دفاع پیاوړې وه.

د ګول وهلو په برخه کې میسي له خاورو سره زر جوړول. ده پنځه ګولونه وکړل او درې نور یې خپلو ملګرو ته جوړ کړل. د فرانسې اېمباپې هم پنځه ګولونه کړي او دوه یې نورو ته جوړ کړي.

په پایلوبه کې به د اېمباپې سرعت، د میسې نڅاګرې پښې، د اېمباپې قوت ، د مېسې تجربه، د فرانسې پرتلیز ډول کمزورې دفاع د ارجنتاین پیاوړې دفاع، د دواړو لوبډلو کمساری ګول وهونکی قوت د پام وړ وي.

ارجنتاین او فرانسې دواړو تر اوسه دوه دوه ځله نړیوال جام ګټلی دی. د مراډونا ارجنتاین په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کال دا جام پورته کړی. د زیدان فرانسې په ۱۹۹۸ کال او د ۱۹ کلن اېمباپې فرانسې په ۲۰۱۸ کال نړیواله اتلولي خپله کړې ده.

میسي په ۲۰۱۴ کال پایلوبه له جرمني بایللې وه خو تر روانو سیالیو وړاندې په څو دېرش لوبو کې ارجنتاین لوبه نه وه بایللې. فرانسې بیا تر روان جام وړاندې په شپږو لوبو کې ډېر څه نه و ګټلي.

د ډېرو په ګومان پایلوبه کې به ډېرو پام مېسي او اېمباپې ته وي په همدې دلیل به میدان نورو لوبغاړو ته خلاص وي چې وځلېږي او خپلو مخکښو ستورو ته اتلولي ورپه برخه کړي.

د مراکش برخلیک

په ګروپ پړاو کې یې د بلجیم غوندې پیاوړې لوبډله ماته کړه. ورپسې یې اسپانیا او پرتګال نیمه خوا ولېږل.

په نیمه پایلوبه کې یې له فرانسې وبایلله خو لوبه یې ډېره ښه وه.

اوس به د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۷ مه ) له کرویشیا سره د دریم او څلورم دریځ لپاره بخت ازمويي.

په زړه پورې دا ده چې د ګروپ پړاو لومړنۍ لوبه یې هم له کرویشیا سره وه چې بې له کومه ګوله مساوي ختمه شوه.

د دواړو لوبډلو دفاع پیاوړې او د ګول وهلو هنر پڅ ښکاره شوی.

که څه هم د مراکش ځینې لوبغاړي ټپي شوي دي شاید دغه لوبه کې برخه وانه خلي خو که پایله هر څه وي مراکشۍ لوبډلې په هر حالت کمساری دریځ خپل کړی دی.

دوی د افریقا د لویې وچې لومړني شول چې تر نیمه پایلوبې رسېږي او یا هم د دریم او څلورم دریځ خپلوي.مراکش ډېر خلک په خپله دفاع، هوډ ، نظم او پلان حیرانه کړل.