تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فرانسې د فوټبال نړیوال جام وګاټه
فرانسې نن په مسکو ښار کې د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې کروشیا ته د دوو پر وړاندې په څلورو ګولونو ماتې ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام وګټلو.
د فرانسې لپاره پوګبا، اېمباپې، او ګریزمن ګولونه وکړل. د فرانسې څلور ګول د کروشیا د لوبغاړي لخوا پر خپل ځان وشو.
د کروشیا لومړی ګول پېرېسېچ وکړ.
ورپسې د فرانسې د ګول کیپر هیوګو لوریس د یوې تېروتې له کبله کروشیا دویم ګول هم وکړ.
خو تر هغې وروسته فرانسې په لوبه کې پښه ټینګه کړه او په دې توګه یې د نړۍ د فوټبال اتلولي خپله کړه.
دا دویم ځل دی چې فرانسه د فوټبال نړیوال جام ګټي.
تر دې وړاندې یاد هېواد په ۱۹۹۸ کال کې هم په داسې حال کې د نړیوال جام سیالۍ ګټلې وې چې پخپله یې کوربه هم و.
تر نننۍ لوبې وړاندې د فوټبال د ډېریو شنونکو اټکل هم دا و چې فرانسه به دا لوبه وګټي.
هېره دې نه وي چې فرانسې تر پایلوبې را رسېدو په ترڅ کې د ارجنټاین او بلجیم په څېر پیاوړې لوبډلې ماتې کړې وې.
خو په ورته وخت کې کروشیا هم له ارجنټاین، روسیې او انګلستان نه خپلې لوبې ګټلې وې.
یو شمېر نړیوالو مشرانو فرانسې ته د نړیوال جام د ګټلو مبارکي ورکړې.
د امریکا ولسمشر ډونډل ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، فرانسې ته مبارکي وایم چې ښه لوبه یې وکړه او د نړۍ اتله شوه. د روسیې ولسمشر پوتین ته هم مبارکي وایم چې د دې سیالیو کوربه توب یې په ډېره ښه توګه وکړ.
د هند لومړي وزیر نرېندار مودي هم فرانسې ته د اتلولۍ مبارکي ورکړې، او زیاته کړې یې ده چې کروشیا هم ښه لوبه وکړه.