د کرېکټ اسیا جام پایلوبه کې د پاکستان ماتې ته د افغانانو او پاکستانیانو غبرګونونه

په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې لږترلږه د افغانستان پلازمېنه کابل او خوست ولایتونو کې یو شمېر افغانانو د کرېکټ اسیا جام پایلوبه کې پر پاکستان د شري لنکا بریا لمانځلې ده.‌

دغو ولایتونو کې د خواله رسنیو ځینو کارنو لخوا په خپرو شویو ویډیوګانې کې ښکاري چې لسګونه ځوانان راټول شوي او د شري لنکا پر بریا یا که ووایو د پاکستان پر ماتې خوښي څرګندوني.

ظاهرآ دا ډول غبرګون همدغه اسیا جام کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له یوې جالبې او لانجمنې لوبې سره تړلی.

د هغې لوبې وروستیو او حساسو شیبو کې د افغانستان ملي‌ لوبډلې کیڼ لاسي‌ توپ اچوونکي‌ فرید ملک او پاکستاني توپ وهونکي اصف علي ترمنځ لفظي شخړه راغلې وه.

هغه لوبه پاکستان وروستي اوور کې داسې حال کې وګټله چې یوازې یوه ویکټه یې پاتې وه.

تر لوبې وروسته د دواړو خواو ملاتړو ترمنځ لوبغالي کې د اخ و ډب پېښې هم شوې وې.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغو شخړو پړه د افغان لوبډلې په مینوالو اچولې او له دې کبله د کرېکټ نړیوالې شورا ته شکایت هم کړی و.

پر هغې لوبې د دواړو هېوادونو ځینو سیاسي مشرانو هم تبصرې کړې وې.

د افغانستان شل اوریز کرېکټ لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل او ځینو لوبغاړو هم شري لنکا ته د اسیا جام اتلولۍ ګټلو مبارکي ویلې او هغوی یې د دغه جام د ګټلو مستحق بللي دي.

د یادونې ده چې د اسیا جام سږنۍ سیالۍ د افغانستان او شري لنکا په لوبه پیل شوې وې،‌ چې افغانستان پکې شري لنکا ته په اتو وېکټو ستره ماته ورکړې وه.

پاکستان کې پر لوبډله نیوکې

پاکستان کې بیا د کرېکټ ځیني پخواني لوبغاړي او مبصرین پایلوبه کې د خپلې لوبډلې په خرابه لوبه نیوکې کوي.

په دوی کې پخوانی چټک توپ اچوونکی شعیب اختر هم دی چې افغانستان سره تر لوبې وروسته یې خپل لوبغاړي ستایلي او د شخړو له کبله د افغان کرېکټ ملاتړي ګرم ګڼلي‌ وو.

شعیب اختر ویلي پاکستاني توپ وهونکي باید پر خپله لوبه تمرکز ډېر او تېروتنې راکمې کړي.

هغه تازه څرګندونو کې د افغانستان لوبډله پیاوړې بللې خو وايي دوې اسیا کپ کې وټکوله.

د پاکستان بل پخواني لوبغاړي شعیب ملک بیا پوښتلي چې پاکستانۍ لوبډله به کله د ملګرتیا پالنې، خوښې او نه خوښېدو له فرهنګه راوځي؟

د پاکستانۍ لوبډلې تکړه الرونډر شاداب خان پر خپل ټویټر لیکلي چې دی پایلوبه کې د ماتې مسوولیت په غاړه اخلي ځکه مهم کېچ یې غورځولی دی.

شري لنکا د اسیا کپ پایلوبه کې پاکستان په ۲۳ منډو ماته ورکړه او په دې توګه یې شپږم ځل دا جام وګاټه.

د دوی پخواني لوبډلمشر او د پیل نامتو توپوهونکي سنات جیسوریا تر دې بریا وروسته پر خپل ټویټر لیکلي چې د اسیا جام تر ګټلو وروسته به هدف د راتلونکي نړیوال جام ګټل وي.