تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه ولې په لانجو اوړي؟
- Author, ایمل پسرلی
- دنده, بي بي سي
په شارجه کې د سپتمبر په شپږمه نېټه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اسيا کپ د دويم پړاو لوبه خورا په زړه پورې وه خو تر سيالۍ ورووسته د لوبغاړو تر وړتيا لانجې ډېرې وشاربل شوې.
پخوانيو پاکستاني لوبغاړو، خبريالانو او شننونکو پر افغان لوبغاړو او مينه والو ډېرې نيوکې وکړې. دوى د پاکستاني لوبغاړو له خوا د منډو جووړولو په نولسم اوور کې د اصف علي تر سوځېدا وروسته پېښه داسې انځوروي چې گواکې افغان بالر فريد ملک پکې ملامت و. تر اوسه دواړو لوبغاړو په هغه پېښه څه نه دې ويلي.
پخواني پاکستاني تېز بالر شعيب اختر له هندي رسنيو سره په خبرو کې دعوه کړې چې فريد ملک پاکستاني لوبغاړي ته ښکنځل کړي دي. خو په هغه ورځ د افغانستان له لوبډلې سره د ملۀ پلاوي يوه غړي د نوم نه ښوولو په شرط بي بي سي ته وويل چې "فريد ملک ښکنځلې نه دې کړي د اصف علي د سوځېدا خوښي يې کړې چې په هغه ښه ونه لگېده او فريد يې پورې واهه."
له هغې پېښې وروسته د شارجې په لوبغالي کې د نندارچيانو تر منځ نښتې وشوې. د پاکستان کرېکټ بورډ مشر رميز راجه په يوه خبري کنفرانس کې د يوه پاکستاني خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې دوى به د کرېکټ نړيوالې شورا ته د افغان مينه والو د چلند شکايت کوي. ښاغلي راجه بې له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي ظاهرآ ټوله پړه پر افغان مينه والو واچوله. خو ځينې افغان مينه وال وايي چې د نندارچيانو ترمنځ لانجې ناممکنه ده چې يو اړخيزې وي. عمومآ ټک له يوه لاسه نه خېژي.
ولې له پاکستان سره دعوې؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرېکټ لوبې له هغه پيله احساساتي وې خو تر ډېره د لوبغاړو ترمنځ اړيکې ښې وې. اما په دې وروستيو کې له لوبې د باندې د پخوانيو لوبغاړو او خبريالانو نظرونه د ځينو په گومان د سپکاوي تر کچې لوېدلي و. کرېکټ پوه مشتاق رحيم وايي: " له پاکستان سره د افغانستان سيالي دوه بعده لري يو خو سياسي دى افغانان داسې فکر کوي چې پاکستان د سولې او ثبات په خرابولو کې لاس لري او دا له پاکستان سره مخالفت ته لار هواروي. دويم اړخ دا دى چې واقعا افغانانو په پاکستان کې کرېکټ زده کړى دى او چا چې له چا څه زده کړي وي تل هڅه کوي چې هغوى په خپل ميدان کې مات کړي. که د نړۍ له تجربه لرونکو لوبډلو سره د افغانستان لوبو ته وگورئ له ټولو سره لوبې د مقابل لورې په گټه روانې وي خو له پاکستان سره د افغانستان لوبې تر پايه داسې روانې وې چې يوه غاړه پکې برلاسې نه وه. يعنې افغانان غواړي چې هغوى ته ثابته کړي چې تر تاسو په دې لوبه کې کم نه يوو. خو د دې ټولې قضيې بل اړخ بيا دا دى چې پاکستانيان افغانانو ته په درنه سترگه نه گوري. علت يې شايد دا وي چې افغانانو هلته د کډوالۍ ژوند کړى دى. زموږ د پوهنتون استاد هلته سابه خرڅ کړي، زموږ انجينير هلته عادي دنده نه ده موندلې، نو د افغان کډوال دې بې وزلې حالت پاکستانيانو ته داسې فکر ورکړى چې افغانان بايد تر دوى مخته نه وي. دا ورته د زغملو نه ده چې افغانان دې په نړيوال دريځ کې له دوى سره ډغرې ووهي. "
په پاکستان کې د ډان تلويزيون خبريال عادل شازيب دا حالت خطرناک بولي:
" په کرېکټ کې پخوا هم داسې کيسې شوې دي خو د افغان لوبډلې په اړه روان تنقيد د نسل پرستۍ په دايره کې راځي. لوبې ته د لوبې په نظر کتل پکار دي. که د افغان لوبغاړو په وجه ځينې پخواني لوبغاړي او صحافيان افغانستان ته سپک گوري او بدې ردې وايي دا هم داسې ده لکه چې خپله پاکستان ته چې کنځل کوي. دا تعصب ښکاره کول خطرناکه خبره ده چې باشعوره افغانان او پاکستانيان يې نه غواړي."
احسان
ځينې پخواني پاکستاني لوبغاړي او خبريالان په بيا بيا دا خبره کوي چې گواکې افغانانو په پاکستان کې لوبه زده کړې ده او افغانان بايد د دوى په وينا دا احسان ومني. د افغانستان د ماليې پخوانى وزير ډاکټر عمر زاخېلوال وايي:
"په دې کې شک نشته چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې اکثرو پخوانیو لوبغاړو چې هېواد کې د کرېکټ نړیوال پیل له هغوى شوی، د کرېکټ لوبه پاکستان کې د کډوالۍ په وخت کې زده کړې مګر دا ټول دوى هغه وخت پر خپلو شخصي ناچیزو امکاناتو او همت کړي، نه د بل هېچا په فعال تشویق او مرسته. کله چې په ٢٠٠٩ کال کې د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو په غوښتنه زما تر مشرۍ لاندې د افغانستان کرېکټ بورډ تشکیل او له نورو سپورتونو مستقل شو د افغانستان کرېکټ هېڅ نه لرل - نه دفتر، نه میدان، نه بوديجه، نه د لوبغاړو د جیب مصارف او نه نور سهولتونه. بلکې لا په افغانستان کې هم کرېکټ د تبعیض سره مخ و او لوبغاړي به یې د هغه وخت د ځینو ارګانونو له لورې ځورول کېدل. له هغې وروسته مو له خپلو ملي امکاناتو د بوديجې، دفتر، میدانونو او سیاسي ملاتړ څښتنان کړل. "
د پاکستان مخکينى ټسټ لوبغاړى کبير خان چې په ٢٠٠٩ کال کې يې د افغانستان د ملي لوبډلې د روزونکي دنده پيل کړه ، وايي دا مهمه نه ده چې چا له چا سره ښه کړي دي بلکې پکار دا ده چې لانجې څرنگه حل شي:
"جذبات او احسساسات شته، دا چې چا له چا سره ښه کړي او يا يې نه دې کړي دا بېله خبره ده، اهمه خبره دا ده چې ولې دا غوسې او لانجې کېږي او حل لاره يې څه ده؟ د دې ټولې خبرې جرړې بايد معلومې شي. دا دواړه ملکونه گاونډيان دي، له ديني او کلچرل لحاظ نه يې له يو بل نه بېلتون نشته. ما چې په افغانستان کې کار کړى او ژوند مې کړى او د پاکستان له حالته خبر يم نو زما په خيال د مېډيا يوې برخې په دې کې منفي رول لوبولى دى. هغوى نفرتونه خپاره کړي دي. دا مېډيا چې تر شا يې لوى لوى لاسونه دي له تور نه سپين او سپين نه تور په اسانۍ جوړوي. بل د دواړو ملکونو سياسي مشران هم په خپلو بيانونو نفرتونه پيدا کوي. زما په خيال لوبغاړي او نور د هر ډگر مهم کسان بايد مثبت پيغام ورکړي. په لوبو کې غلطۍ کېږي بايد زړه ورته غټ کړو او وزغموو چې خبرې سمون ته ولاړې شي. اوس خبره دا ده چې دا حالت بايد له دې زيات خراب نه شي. لوبه د امن لپاره ده، بايد دا هېر نه کړو چې کرېکت په افغانستان کې د امن او خوښۍ، او يووالي لپاره کار کړى دى. لوبغاړي بايد په ميډيا کې د خبرو پر وخت احتياط وکړي په ميدان کې خبرې په ميدان کې پرېږدي. ټول بايد مثبت رول ولوبوي. کرېکټ کې بايد سياست ونه شي او داسې نه چې د هند او پاکستان غوندې اوس د پاکستان او افغانستان کرېکټ هم سياسي شي. "
د پېښور زلمي لوبډلې مشر جاويد اپريدى وايي د افغانستان او پاکستان کرېکټ به هغه حالت ته نه پرېږدو."د عوامو لپاره سپورټ داسې يوه ذريعه ده چې دواړه قومونه او ولسونه سره نژدې کوي. که کوم تاوتريخوالى پخوا پيدا شوى و يا اوس پيدا شوى نو د هغې لپاره ښه ذريعه سپورټ دى. زموږ رشتې په کريکت نه دې ولاړې، د افغانستان ډېر خلک دلته تعلقات لري، کاروبارونه لري، دا به په سپورټ نه خرابوو. له کرېکټ سره موږ دواړه قومونه مينه لرو نو که له دې څوک د جنگ ميدان جوړوي دا سمه خبره نه ده زه د دواړو ملکونو له لوبغاړو نه غواړم چې خپل رول ولوبوي، د دوى له عمل نه نندارچيانو کې مشکلات پيدا کېږي. که پاکستانى لوبغاړى له هندي لوبغاړي سره ښه ميلاويدى شي نو ولې له افغان لوبغاړي سره نه شي. راشد خان، محمد نبي، رضوان او بابر او موږ ټول بايد په دې برخه کې خپل رول ولوبوو."