د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې د بریتانیا د پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي لوبډلې غړو د بریتانیا د پارلمان ښځینه لوبډلې ته ماته ورکړې.

د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي لوبډلې غړې تېر کال تر هغې وروسته له افغانستان ووتې او بریتانیا ته ولاړې، چې طالبانو کابل ونیو.

دا لوبه د بښنې نړیوال سازمان د "فوټبال مو هرکلی کوي" نوښت اډانه کې ترسره شوې چې اوس یې پنځم کال دی.

دوی څلور لوبې کړي چې ټولې افغان لوبډلې ګټلي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو پر وړاندې دغو لوبو د بریتانیا پارلمان د ښځینه لوبډلې مشري د دغه هېواد د سپورت پخوانۍ وزیرې ټراسي کروچ کوله.

د افغان لوبډلې مشره خالده پوپل وايي: "لوبډله له خپل ټاټوبي لرې ده، خو د خوښۍ دې فضا ته یې اړتیا درلوده. دوی د خوندیتابه لپاره له کړاو ډک سفر وروسته لا هم له ځینو خنډونو سره مخ دي."

هغې زیاته کړې چې فوټبال د خلکو د نږدې کېدو ځواکمنه لار ده.

په ورته وخت دې لوبه کې د بریتانیا پارلمان د ښځینه لوبډلې مشرې ويلي: "موږ پوهېدو چې له مسلکي خلکو پر وړاندې لوبه کوو، او دې سیالۍ ته مو چمتووالی نیولی و. د افغان لوبډلې سره مو میدان کې وپېژندل او دوی د پام وړ لوبغاړي دي."

اغلې کروچ زیاته کړې: "خورا د خوښۍ ځای دی چې دوی (افغان لوبغاړې) بریتانیا کې مېشتې دي، او تمه لرو چې د یوې لوبډلې په توګه به لا نوره وده وکړي."

هغې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "لوبه مو بایلوه، خو څه پروا کوي، لږترلږه د لوبېدو اجازه خو مو درلوده."