تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان سوپرليګ: پېښور زلمو په شپږو وېکټو له کوټې لوبه وګټله
د پاکستان کرېکټ سوپر ليګ سياليو څلورمه لوبه د پېښور زلمي او کوټې ګلډيېټرز تر منځ د کراچۍ په لوبغالي کې وشوه چې پېښور زلمي په شپږو وېکټو وګټله.
پېښور زلمي لوبډلې د پچې له ګټلوسره مقابلې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. کوټې ګلډي ايټرز په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پېښور ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه چې پېښور وکولی شوی په ۱۹ اور کې يوازې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړي.
د کوټې لپاره جېسن روی په ۵۷ توپونو ۷۳ او سرفراز احمد په ۲۵ توپونو ۴۱ منډې وکړې خو له دوی پرته نورو لوبغاړو ونشوی کولی چې ډېرې منډې وکړې.
د پېښور لوبډلې لپاره وهاب رياض دوې، راحت علي، محمد عامر خان او ډرن سمي يوه يوه وېکټه واخيسته.
د توپ وهنې په برخه کې د پېښور لوبډلې لپاره کامران اکمل ښه وځېلد، ده په ۵۵ توپونو سليزه ووهله او په ټولو ۱۰۱ منډو د فواد احمد پر توپ وسوځېد. د ده تر څنګ حيدر علي ۲۵ منډې وکړې.
د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې لوبېږي چې په کې د پېښور زلمي، اسلام آباد یونائټېد، کوټه ګلډي ایټرز، ملتان سلطان، کراچي کېنګز او لاهور قلندرز په نامه لوبډلې شاملې دي.
د پېښور زلمي لوبډلمشر ډرېن سمي ته افتخاري تابعيت
د پاکستان کرېکټ بورډ پر يوېټر پاڼه راغلي چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرېکړه کړې چې د وېسټ انډيز پخواني کپتان ډرېن سمي چې اوس د پېښور زلمي لوبډلمشر دی، د پاکستان افتخاري تابعيت او عالي ملکي مډال ورکړي.
ازاد خبريال عرفان خټک د پاکستان کرېکټ بورډ له خولې وايي، ډرېن سمي ته د مډال او افتخاري تابعيت پرېکړه د پاکستان کرېکټ ته د نوموړي خدمت او دغه هېواد ته د نړيوال کرېکټ بېرته راګرځولو هڅو له امله شوې ده.
د پېښور زلمي څښتن جاويد اپريدي پر خپله يوېټر پاڼه ليکلي چې "د پاکستان کرېکټ په تاريخ کې دا وياړ د پېښور زلمي لوبډلې په برخه دی چې لوبډلمشر ته یې د پاکستان له خوا عالي مډال ورکول کېږي".