لومړنۍ سعودۍ سوکروزونکې: له خنډونو سره نه یم مخامخ شوې

رشا الخمیس
د عکس تشریح، رشا الخمیس وايي، سعودي کې اوس وګړي برابرو روغتیايي اسانتیاو، په معیار برابرو زدکړو او د دندو موندلو فرصتونو ته لاسرسی لري.

رشا الخمیس د سعودي عربستان د سوکوهنې لومړنۍ رسمي روزونکې ده او په ۲۰۱۳ کې هغه مهال چې د امریکا په کلیفورنیا کې محصله وه، د سوکوهنې لوبه یې پیل کړې وه

د هغې په خبره، د سعودي د شته باورونو پر خلاف نه یوازې دا چې پر وړاندې یې خنډونه نه دي جوړ شوي، بلکې پرمختګ ته یې هم لاره هواره شوې ده.

رشا الخمیس په سعودي عربستان کې لومړنۍ رسمي ښځینه سوکروزونکې ده.

دا وايي، په لومړي سر کې یې له سوکوهنې او سوکروزنې سره مخالفت وښودل شو، خو وايي دې د خپل خوب رښتیا کېدو ته ډېرې هلې ځلې وکړې او د سوکوهنې ډګر کې یې پرله پسې بریاوې درلودې.

رشا الخمیس وايي، اوس په سوکروزنه کې له مخالفتونو او ستونزو سره نه مخامخېږي.

دا وايي، په ۲۰۱۸ کال سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو په اجازې ورکول کېدو له ښځو سره عمومي چلن بدل شوی دی.

دغه سعودي سوکروزونکې وايي، په سعودي عربستان کې د انټوني جوشوا او انډي رویز سیالۍ ته د وتلو پرمهال دې پخپله موټر چلاوه.

رشا الخمیس
د عکس تشریح، رشا الخمیس وايي، اوس په سوکروزنه کې له مخالفتونو او ستونزو سره نه مخامخېږي.

دا وايي "انټوني جوشوا یو متواضع انسان دی، چې په خبري غونډه کې یې زه په یاد وم، فکر کوم نوموړی د شخصیت له اړخه د مسلمان نړیوال سوکوهونکي محمد علي نوې بڼه ده."

نوموړې وايي، سعودي کې اوس وګړي برابرو روغتیايي اسانتیاوو، په معیار برابرو زدکړو او د دندو موندلو فرصتونو ته لاسرسی لري.

د هغې په وینا، سعودي یو له هغو هېوادونو دی چې کارمنو ته مساوي حقوق ورکوي.

ددې په وینا، ټینګ باور لري چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به سوکوهنه په سعودي کې د فوټبال او باسکټبال ترڅنګ مشهوره لوبه وي او موږ به د اسیا او نړۍ په کچه مډالونه ولرو.

رشا الخمیس

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د رشا په وینا، سعودي یو له هغو هېوادونو دی چې کارمنو ته مساوي حقوق ورکوي.