د چنګېز پر لارو ځغاستل

پر ۲۰۰۹ کال د منګولیا یا مغولستان پراخو میدانونو کې اول ځل د منګول ډربي یا د مغولستان د اسانو سیالي جوړه شوه، او له هغه راهیسې هر کال دې سیالۍ کې د ګډون لپاره د نړۍ له هر ګوټ سپرکار دغه هېواد ته ورځي.

د سیالۍ اسان د کوچیانو دي او د سیلانیانو او سپرکارو کوربتوب هم د دوی په غاړی دی.

پوښتنه دا ده چې دا سیالي څنګه پیل شوه او د اسانو د دې لویې منډې لپاره څه تدابیر نیول شوي، په دې تړاو بي بي سي د دې نوښت له مشر ټام مورګن سره خبرې کړې دي.

دا د نړۍ تر ټولو اوږده او سخته سیالي ده. ښکلو غرونو کې پراخ، ازاد او زرغون میدانونه د دې ځغاستې لوبغالي دي.

داسې ځای به ډېر کم وي چې دومره پراخ وي.

نړۍ کې د اسانو تر ټولو اوږده سیالي

سیالي زر کیلومتره واټن لري، ټام مورګن وايي، چنګیز خان د نړۍ له پاچاهیو سره د اړیکو لپاره د لیک لېږلو یو نظام درلود، چې تر زرو کیلومترو و، ځکه دا سیالي هم زر کیلومتره اوږده ده.

د اسانو د تازه دم ساتلو لپاره هر ۴۰ کیلومتره وروسته بدلېږي، خو سپرکار نه بدلېږي او تر زر کیلومترو سفر بشپړوي.

ځکه اسان تازه، خو سپرکار له سېک لوېدلی وي.

ټام وايي، د ګاډو سیالۍ لپاره منګولیا ته تللی و، د خلکو کلتور او شاوخوا سیمو لیدلو چانس په لاس ور غی:

"څړځیو ته لاړم، اسان مې ولیدل، ورو ورو مې فکر کاوه او ور سره د اسانو سیالۍ خیال را پیدا شو".

ټام وايي، په یوه نوي ځای کې د داسې سیالۍ پیلول اسان کار نه و او ډېرې ستونزې یې درلودې:

"باید ټولو سیمو کې ګرځېدلی وی، چې ډېر وخت یې ونیو".

په دغه مهال یې له اسبه وو یا شپنو، تاریخپوهانو او سپرکارو سره پر هر ډول ممکنه خطرو خبرې وکړې، چې د منګولیا سخت او بدلېدونکي ماحول کې د څارویو خوندیتوب یقیني کړي.

نږدې پنځوسوو کسانو دې سیالۍ جوړولو کې مرسته وکړه، چې ډېری یې اسبه وو.

ټام له خپلو دې ملګرو سره بیا بیا د سیالۍ په لارو مزل وکړ او دې سره یې مرستندویه شبکه جوړه کړه.

ورپسې کال چې کله کوچیان ګرم موسم کې ځانګړو سیمو ته ځي، نو ټام او ملګري یې بیا پر دغو لارو ګرځي.

د هغو کورنیو سره هم ویني چې د سیالۍ لپاره د اسانو کوربتوب کوي.

"موږ هغو کورنو کې اوسېږو او اسان یې ځغلوو، ځکه وایم چې کوچیان دې سیالۍ کې مهمه برخه لري".

منګولیا کلتور کې اسان یو ډېر مهم او روحاني حیثیت لري، ټام یې هم خورا سخت ژوی بولي.

اس تر نورو ژویو ډېر چټک او مختلف دی، خو د منګولیا اسان د خپل هېواد جوړښټ ته په پام ډېر سخت دي، ځکه یې دا سیالي هم بلکل مختلفه ده.

د اسانو مرکزونو ته چې سپرکار رسېږي، له خپل اس کوزېږي او ټام او ملګري دا موقع ور کوي چې بل اس غوره کړي.

ټام ته له اس سره اول ځل مخ کېدل او بیا پرې سپېدل هیښوونکي ښکاري.

"کوم خلک چې اسان ښه ساتي، تر هغو ښه سپرکار دي چې په دودیز ډول د سیالۍ شوق لري".

دی وايي، ځینې اسان بېخي ځنګلي وي او دی په دې باور دی چې د اس او سپرکار ترمنځ باید جوړ راتلنه وي.

ټام د سپرکار د ستونزو په هکله وایي: "تر لس ورځو بهر وي، خو ډېره سخت ورته دا وي چې هر سهار شپږ بجې پاڅېږي او تر ماښام اتو بجو اس ځغلوي".

د لومړنۍ سیالۍ په هکله وايي، چې د منګولیا او سوېلي افریقا دوو سپرکارو په ګډه وګټله او هغه په دې چې تر وروستي ټک یو ځای ورسېدل.

"ډېره هیښوونکې شېبه وه، ډېر وخت به مې هېره نه شي".

د ټولو انځورونو چاپ حق خوندي دی.