تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر میسي درې میاشتې د نړیوالو لوبو بندیز لګول شوی
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبډلمشر لیونل میسي په کوپا امریکا کې د فساد د تور له لګولو له کبله په نړیوالو سیالیو کې د درېیو میاشتو لپاره د لوبېدو بندیز لګول شوی. میسي ۵۰ زره ډالره هم نغدي جریمه شوی دی.
د بارسلونا دغه لوبغاړي پر یاد فدراسیون د فساد تور لګولی و.
د کونمیبول د یوې خبرپانې له مخې، میسي به د ارجنټاین لوبډلې په رسمي او دوستانه لوبو کې د درېیو میاشتو لپاره ګډون نه کوي.
د کوپا امریکا نیمه پایلوبه کې د برازیل پر وړاندې د میسي د لوبډلې تر ماتې وروسته دغه لوبغاړي د جنوبي امریکا فوټبال فدراسیون په فساد تورن کړ.
۳۲ کلن میسي د چیلي پر وړاندې خپله لوبډله کې له لوبېدو ګرځول شوی .
میسي ویلي، "چارې داسې تنظیم شوې وې چې برازیل د اتلولۍ جام وګټي."
دغه نړیوال فوټبال لوبغاړی کولی شيد کونمیبول د پرېکړې پر وړاندې تر اوو اونیو پورې استیناف وغواړي.
د کونمیبول پرېکړه په دې مانا ده چې میسي به د چیلي، مکسیکو او جرمن لوبډلو پروړاندې، چې ارجنټاین سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې دوستانه لوبې ورسره لري، ګډون نه کوي.
ارجنټاین تېره مارچ میاشت کې د ۲۰۲۲ کال د اتلولۍ ګټلو لپاره ځان چمتو کړی و.
د برازیل پر وړاندې د ارجنټاین له ماتې وروسته، د ارجنټاین فوټبال فدراسیون شکایت وکړ چې ګني درېمګړو لویې تېروتنې کړې دي.
کونمیبول ددغه تور په غبرګون کې وویل، دا تورونه هېڅ بنسټ نه لري بلکې د سپکاوي په مانا دي.