کرېکټ نړیوال جام: سویلي افریقا له افغانستانه په نهو ویکټو لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹، سیالیو په ترڅ کې نن 'شنبه جون ۱۵ ' د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ په کارډېف ښار کې لوبه سویلي افریقا په نهو وېکټو وګټله.

د دغې لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه، چې ټوله افغان لوبډله ۳۴ اعشاریه یو اوور کې د ۱۲۵ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه.

سویلي افریقا د ۱۲۶ منډو هدف ته د رسېدو لپاره ځوابي لوبې په ۲۸ اعشاریه څلور اوور کې بشپړ کړ او لوبه یې وګټله.

د سویلي افریقا هاشم آمله له ۴۱ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو او یوازینی سوځېدلی لوبغاړی د ډیکاک وه چې په ۶۸ منډو د ګلبدین په توپ وسوځېد.

د سویلي افریقا اوپنرانو عالي لوبه پیل کړه او د ۱۰۴ منډو ملګرتیا یې وکړه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان لوبډلې اوسط رن ریټ ۳ اعشاریه ۶۵ و.

د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي او نور علي ځدراڼ بټېنګ پیل کړ.

حضرت الله ځاځی د ۲۲ منډو له جوړولو وروسته د ربادا په توپ وسوځېد. له ده وروسته رحمت شاه هم تر ډېره پر وېکټه پاتې نشو او په ۶ منډو یې خپله وېکټه وبایلله.

راشدخان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشدخان د شپږو څلوریزو په مټ د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۳۵ منډې وکړې

حشمت الله شهیدي، چې په تېردو لوبو کې ښه ځلېدلی و او پر وېکټه پاتې و، نن په ۸ منډو وسوځېد. ورپسې نور علي ځدراڼ هم د عمران طاهر په توپ په ۳۲ منډو ولاړ.

عمران طاهر خپل هماغه لومړي اوو کې د افغانستان پخوانی کپتان اصغر افغان چې دا ځل د جیب ځدراڼ پر ځای په لوبډله کې اخیستل شوی و، په صفر وسوځاوه.

په ورپسې اور کې محمد نبي هم یوازې په ۲ منډو خپله وېکټه وبایلله. عمران طاهر خپل دویم اوور کې کپتان ګلبدین نایب هم په ۵ منډو وسوځاوه.

افتاب عالم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان لپاره افتاب عالم او حمید حسن توپ اچونه پیل کړه

ورپسې د راشد خان او اکرام علي خېل ترمنځ د ۳۴ منډو ملګرتیا وشوه او افغانستان ته یې یو څه هیله ورکړه، خو اکرام په ۳۳م اور کې په ۹ منډو خپله وېکټه وبایلله.

عمران طاهر په ۳۴م اوور کې یو ځل بیا د افغانستان هیلې په ناهیلو بدلې کړې او د راشد خان وېکټه یې واخیسته. خو تر سوځېدو وړاندې راشد خان په ۲۵ توپونو ۳۵ چټکې منډې کړې وې. ورپسې حمید حسن هم په صفر وسوځېد.

په پای کې د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۵م اوور کې په ۱۲۵ منډو وسوځېده. افغانستان یوازې په ۶۹ منډو خپلې وروستۍ ۹ وېکټې وبایللې.

د باران او اورونو کمېده له کبله سویلي افریقا ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکل شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نور علي ځدراڼ نن ۳۲ منډې جوړې کړې

کارډېف کې نن دوه ځله باران وشو او له همدې کبله لوبه ۴۸ اورونو ته را کمه شوې ده.

دواړو لوبډلو تر دې وړاندې خپلې لومړنۍ درې لوبې بایللې دي او له همدې کبله د نن ورځې لوبه د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده.

د سویلي افریقا یوه لوبه چې ویسټ انډیز سره وه، د باران له کبله لغوه شوې، ځکه دوی په دغو سیالیو کې تر اوسه یوه پواینټ لري.

له سریلانکا سره د افغانستان تېره لوبه هم په همدې کارډیف کې شوې وه، چې که څه هم باران یې بهیر یو څه ګډوډ کړی و، خو سریلانکا لوبډلې هغه لوبه ګټلې وه.

کارډیف کې د بي بي سي خبریال ایمل پسرلی د افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب له قوله وايي، چې راشد او اصغر دواړه چمتو دي او ډېر احتمال شته چې دغه سیالۍ کې به د لوبډلې ملګري وي.

په کارډېف ښار کې اسمان وریځ دی او وروسته د باران شونتیا هم شته، خو تمه کېږي چې نن به لوبه وشي.

افغانستان ترې وړاندې د اسټرالیا، شري لنکا او نیو زیلنډ سره لوبو کې ماتې خوړلې ده. سویلی افریقا هم له انګلنډ، بنګله دېش او هند سره خپلې لومړنۍ درې لوبې بایللې دي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images