تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان له ایرلنډه یوه ورځنۍ لوبه وګټله
د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د هند دېره دون کې د یوې ورځنیو لوبو لړۍ څلورمه لوبه کې افغانستان ایرلنډ ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.
د دغې لوبې پچه د ایرلنډ لوبډلمشر ویلیم پورټر فیلډ وګټله او د باولینګ پرېکړه یې وکړه.
لوبه افغانستان پیل کړه او د ټولو لوبغاړو له سوځل کېدو وروسته یې ۴۹ اعشاریه یو اوورنو کې د ایرلنډ لپاره د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه، خو ایرلنډ لوبډله څه باندې ۳۵ اوورنو کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ایله د ۱۱۴ منډو په جوړولو وتوانیده.
افغان لوبډله کې نن د دولت ځدراڼ او سمیع الله شینواري پر ځای ګلبدین نایب او افتاب عالم شامل شوي وو.
که څه هم په ننۍ لوبه کې افغان اوپنران حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدراڼ و نه توانېدل تر ډېره پورې میدان کې پاتې شي، خو محمد نبي د افغانستان له لوري د توپوهنې برخه کې تر ټولو مخکښ و او ۶۴ منډې یې تر لاسه کړې.
لوبډلمشر اصغر افغان او راشدخان هم په دغه لوبه کې د ۵۴ او ۵۲ منډو زیاتولو سره د ایرلنډ پر وړاندې مناسب هدف ټاکلو کې مرسته وکړه.
جي کمرون ډو د ایرلنډ له لوري تر ټولو بریالی باولر و چې ۳ وېکټې یې تر لاسه کړې. د ایرلنډ له لوري کېون او براین تر ټولو بریالی توپوهونکی و، چې نننۍ لوبه کې یې ۲۶ منډې وکړې.
که څه هم د تېرې دریېمې لوبې پرتله د افغانستان له لوري لوی هدف نه و ټاکل شوی، خو د ایله ۲۵ منډو بدل کې د څلورو وېکټو له تر لاسه کولو سره افتاب عالم د افغانستان بریا کې مهم رول درلود.
افغان لوبډله د پنځو لوبو په دغه لړۍ کې تر اوسه د یو مقابل کې له دوو بریاوو سره مخکښه ده.