د لاګوس نڅاګر اسان

د لاګوس د نیګاریا سوداګریز بندر استوګن د ښار له سټرېس د سمندرغاړې په لور ځي.

څوک پلي ګرځي او نور مېلې، مېلمستیاوې او یا فوټبال کوي، څوک پر اسانو سرپرېږي هغه هم د سمندرغاړې سپرکارو په مرسته.

نولس کلن قیودری راجي تلېفون روغونکی دی، خو رخصتیو کې دی هم دې سمندرغاړه کې اسان چلوي.

هغه وخت یې ښوونځی پرېښود چې مور یې یوه پېښه کې پښه له لاسه ور کړه.

اوس هغه د مور خدمت کوي او هیله لري چې ډېرې پیسې وګټي او بیا ښوونځي کې درسونو ته ګونډه ووهي:

"زه غواړم ښوونځی ووایم، خو اوس د ژوندي پاتېد ولپاره دا کار کوم".

سمندرغاړه کې قیودری د ورځې نږدې ۲۸ ډالر ګټي، خو ځینې اسوال( د اس څېښتن) ته هم ور کوي.

د هغه اس جک په دودیز جشن کې په نڅاګر مشهور دی.

قیودري هڅه کوي چې د سمندرغاړې سره یې اشنا کړي.

خو جک لا هم دې برخې سره اشنا شوی نه دی.

ټنډي ساني (کیڼ اړخ ته) له ۱۳ ډېر کلونه سمندرغاړه کې سپرکار دی او اوس د اتیکان سپرکارو ټولنې مشر دی.

مور پلار یې ۲۰۰۸ کال کې مړه شول او هغه پښ هم دی.

هغه وايي: "سپرکارۍ له پښګرۍ وګرځولم".

ټنډي په ټنډه کې له هغه وروسته پر هر جوړ شو چې پر ۲۰۱۰ کال یې له موټر سره اس وجنګېد.

سټون یې له دریو یو اس دی، د پرېنس او پال په نوم اسان هم لري.

دېرش کلن لانري له دریو کلونو راهیسې سمندرغاړه کې له اسانو سره بوخت دی.

هغه وزې او مېږې هم پلوري. د اونۍ رخصتۍ کې خپل اس سپغتی سمندرغاړې ته راولي چې لا ډېرې پیسې وګټي:

"ښځه او دوه بچیان لرم، کورنۍ ته د ډېرو پیسو ګټلو لپاره دلته راځم، د اصل رېټ(کرایې) پوره خیال نه ساتم".

د اېډبوال ډاډا اس جېري د سیالۍ اس دی. تېر کال یې کاناو ښار کې په ۷۰۰ ډالر رانیولی دی.

دا زما یوازنی کار دی، چې د مېرمنې او ماشومانو د ښوونځي لګت پر پوره کووم.

د اس سپرلۍ بیه له یو نیم تر نږدې دریو ډالرو ده او تر ډېره هرڅوک د یوه اسوال سره د ګاګ په ډول هم وي.

لومړی ځل دی چې فېویور اریک په اس سپرېږي: دا تجربه وېروونکې خو ویاړمنه هم وه.

سپرکار یا اسوال د دې نسل یو له هغو خلکو دي چې د پیسو ګتلو لپاره نوښتګرې لارې مومي چې ور سره خپل عاید زیات کړي هغه هم په داسې مهال چې د دندو کمښت دی.

انځورونه د بي بي سي خبریال ګرېس اېپکو اخیستي