تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې ۷ کلن مشر
اسټرالیا له هند سره د باکسېنګ ډې یا د کرېسمیس په سبا ازمایښتي سیالۍ کې اوه کلن ارچي شلر خپل شریک لوبډلمشر غوره کړی دی.
د دواړو هېوادونو ترمځ د څلورو ازمېښت سیالیو یا ټېسټ مېچونو د لړۍ دریمه لوبه د چارشنبې په ورځ ملبورن کرېکټ لوبغاړي کې کېږي.
اوه کلن ارچي شلر د کرېکټ مینوال دی او درې میاشتۍ کې یې د زړه ناروغۍ وپېژندل شوه او له هغه راهیسې یې څو عملیات شوي دي.
په دې سیالیو کې هغه ته د لوبډلمشرۍ یا کپتانۍ ور کولو خبره تېره میاشت رسنیزه شوه، چې د اسټرالیا لوبډلې متحده عربي اماراتو کې ازمېښت لوبې کولې.
هغه مهال د اسټرالیا مشر روزونکي جسټن لېنګر وویل، چې د هند خلاف لوبه کې به شلر ور سره شریک کپتان وي.
ویل کېږي په ایډلیډ کې له هند سره له لومړني ازمېښت لوبې مخکې نوموړي د خپلې لوبډلې سره پرکټېس یا تمرین هم کړی دی.
رنګینه لوبډله
د اسټرالیا د ازمېښت سیالیو کپتان ټېم پېن د یکشنبې په ورځ( د ډیسمبر ۲۳) د ملبورن یرا پارک کې د خپلې لوبډلې د مېلمستیا پروګرام کې د ارشل د کپتانۍ رسمي اعلان وکړ.
د ای سي سي وېبپاڼې د رپوټ له مخې، ټېم پېن وویل، چې ارچ او کورنۍ یې له ستونزمن وخت تېرېږي.
"کله چې یې پلار ورته وویل، څه هیله لري، نو ده ویل چې د اسټرالیا لوبډلې کپتاني غواړي".
ټيم پين زیاته کړه: "ډېر خوشال یو چې دا ډول کس مو ترڅنګ دی زما په اند د ده شتون لوبډلې ته نوی رنګ ور کوي".
د هغه په خبره، ډېر کله له خپل روان ژوند سړی راضي وي، خو په خپل ژوند کې بوخت وي او بل څه ته یې پام نه وي:
"نو د ده په شان یو کس موږ ته الهام را کوي. د ده لوړۍ ورځې ته چې باکسېنګ ډې یا د کریسمېس په سبا ده هرکلی کوو".