د بانک مخې ته کتار کې د زېږېدلي ماشوم پر سر جنجال

د بانک مخې ته ولاړو خلکو کتار کې زېږېدو په نړیواله کچه مشهور کړ، خو دوه کاله وروسته اوس خزانچي نات نومي دغه ماشوم د خپلې کورنۍ تر منځ د جنجال سبب شوی.

خزانچي څه کم دوه کاله مخکې هغه مهال وزېږېد چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ۱۰۰۰ او پنځه سوه روپيو پر بانکي نوټونو بندیز ولګاوه او له خلکو یې وغوښتل چې که دغسې نوټونه لري باید بدل یې کړي.

له هغه وروسته هند کې مظاهرې وشوې او میلیونونه کسان د هندي بانکونو مخې ته کتارونو کې ودرېدل.

دې کسانو کې د جهینجک سیمې د سردار پور کلي سرویشا دیوي هم وه، چې مېندواره وه. له سرویشا سره یې خواښې ساشي دیوي او دوه نور اولادونه هم و، چې همالته د بانک کتار کې پرې د اولاد زېږون دردونه راغلل.

دغه کیسه د ځايي رسنیو د سر خبر شوه او وروسته ایالتي ټاکنیز کمپاین کې د واکمن بي جي پي ګوند خلاف د ماشوم خزانچي تصویرونه په شعارونو کې هم وټومبل شول.

د خزانچي پلار د هغه له زېږېدو څلور میاشتې مخکې د سیل یا تبرکولوز له کبله مړ شوی و او مور یې د بي بي سي خبریالې ګیتا پانډې ته وویل که خواښي یې نه وای، ښايي بانک کې د خزانچي زېږېون پر مهال دې هم ژوند بایللی وای.

زموږ خبریاله وايي، تېره اونۍ چې بیا د خزانچي لیدو ته ورغلم ډېر څه بدل شوي وو.

د خزانچي مور له خسر ګنۍ سره له جنجالونو وروسته اوس په یوه بل کلي کې د پلارګنۍ کره اوسي. د خزانچي د مور او خسرګنۍ تر منځ یې جنجال هم د هغه پر سر پیل شوی.

د خزانچي مور ته د بانک په کتار کې د اولاد زېږون له کبله ځايي حکومت دوه سوه زره روپۍ د تاوان په توګه ورکړې او د هغې په وینا خواښې یې له هغه وروسته ورسره دښمني پیل کړه او د خپلې برخې په توګه یې ترې د نیمو پیسو غوښتنه کوله.

د یوې بې وزله کورنۍ لپاره چې د عاید بله لاره او سرچینه نه لري، دا خورا ډېرې پیسې بلل کېږي چې له کبله یې د کورنۍ غړو تر منځ ناندرۍ او جنجالونه پیل شول.

زموږ خبریاله وايي، کله چې یې وروسته د خزانچي له انا او د هغې له کلیوالو سره ولیدل، فکر مې کاوه چې په کورنیو جنجالونو کې دا ګرانه شي چې د ادعاوو رښتینولي معلومه شي.

خزانچي د بایګه نومي قبیلې اړوند دی او دا قبیله د هند له خورا بیوزله قبیلو یوه بلل کېږي، چې خورا لږ کسانو یې زده کړې کړې او یا دندې لري.

دوی ځمکې هم نه لري او معمولاً یې ګوزران پر درویزه کېږي.

په دودیز ډول د دغې قبیلې کسان پاړوګر وو او دوی به ماران نیول چې اوس یې هم په کورونو کې یو نیم ځای لیدل کېږی.

دوی د اتر پردېش ایالت اوسېدونکي دي، چې د هند له خورا ګڼ مېشتو ایالتونو یو دی او د رسمي شمېرو له مخې پکې نژدې ۲۰۰ میلیونه کسان اوسېږي او هره ورځ پکې له ۱۵۰۰۰ ډېر ماشومان زېږي.

داسې حالت کې په بانک کې د خزانچي زېږيدل د هغه کورنۍ لپاره د یو څه مالي عاید تر لاسه کولو وسیله شوه، خو دې سره یې د کورنۍ کسانو تر منځ د یوه اوږده جنجال او ان تر محکمو پورې د منډو ترړو لامل هم شول.

د هغه مهال اعلی وزیر اخلیش یادیو دغه موضوع په ټاکنیز کمپاین کې هم څو ځله یاده کړه او پر لومړي وزیر نریندر مودي یې تور پورې کړ چې ګواکې پر کرنسي نوټونو د نوموړي بندیز له کبله د خزانجي کورنۍ په څېر بیوزله کورنۍ اغېزمنې شوې.

سرویشا دیوي وايي، د حکومت لخوا ورکړل شوې نیمې پېسې یې د یوه بل ناروغ زوی پر درملنه ولګېدې، څه یې پور کې ورکړې او نورې یې په بانک کې وساتلې، خو کله چې یې د خواښي لخوا د نیمو پېسو غوښتنه رد کړه، نو وهل ټکول کېده او مجبوره شوه، چې کور پرېږدي.

خواشي یې ساشي دیوي بیا هغه ټوله کیسه بیانوي چې څنګه یې کورنۍ د خزانچي د پلار پر درملنه لګښت کاوه او د هغه له مړینې وروسته یې د نورو وروڼو په لګښت د خزانچي مور او نور خویندې وروڼه پالل.

ساشي دیوي هغه ټول تورونه ردوي چې ګواکې دوی د خزانچي مور وهلې ټکولې ده. نوموړې وايي:

''زه څلور نورې نږندې او ۱۶ لمسي، لمسۍ لرم، دا څنګه کېدای شي چې زه دې یوازې یوې نږور سره زور زیاتی وکړم؟ ''

دا وايي دوه ځله د نږور پلارګنۍ کره تللې چې هغوی بېرته راولي، خو په وینا یې هغوی یې لمسی پټ کړی او د کاله ښځو سپکه کړې ده.

د بي بي سي خبریاله وايي په تلو تلو کې مې له ساشي دیوې وپوښتل چې داسې څه امکان شته چې نږور او لمسی یې بېرته کاله ته ستانه شي؟ په داسې حال کې چې د ساړۍ په پلو یې اوښکې پاکولې ویې ویل:

''لومړی مې زوی له لاسه ورکړ او اوس مې لمسي هم وبایلل. ''