تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ جام راتلونکې میاشت افغانستان ته راوړل کېږي
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوالو سیالیو جام راتلونکې میاشت افغانستان ته راوړل کېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، دغه جام به د پلازمېنې کابل په ځینو تاریخي سیمو کې نندارې ته تر اېښودل کېدو وروسته هرات او بامیانو ته هم یووړل شي.
کرېکټ بورډ وايي، نورو ولایتونو ته د نړیوال جام لېږدولو هېوادوالو ته د نړیوال جام په اړه د معلوماتو ورکول دي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، نړیوال جام ټولو هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې د نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي:
"ټاکل شوې دغه جام راتلونکې میاشت افغانستان ته راوړل شي، لومړی به دغه نړیوال جام کابل کې د دارالامان ماڼۍ په ګډون ځینو تاریخي سیمو ته یووړل شي."
د ۲۰۱۹ کال کرېکټ نړیوال جام به د راتلونکي کال مې میاشتې پر ۳۰ نېټه د برتانیا په کوربه توب په وېلز کې پیل او د جولای تر ۱۴ مې به دوام ولري.
په دغه جام کې له ټولې نړۍ لس لوبډلې برخه اخلي.
وړاندې افغانستان ته د دغه جام د راوړلو د امنیت په اړه اندېښنې وې، خو وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته د جام د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.
۲۱ هېوادونه، ۶۰ ښارونه
د کرېکټ نړیوالې اتلولۍ جام سفر د اګسټ پر ۲۷مه دوبۍ د کرېکټ نړیوالې شورا له مرکزه پیل شوی، چې د پنځو لویو وچو پر ۲۱ هېوادونو او ۶۰ ښارونو به راوګرځي.
ددغه جام په ګرځېدو به په نړیواله کچه مینه وال وکړای شي دغه جام له نژدې وګوري.
د دې جام د نهه میاشتني سفر په اوږدو کې به دا جام نه یوازې په هغو هېوادونو وګرځول شي، چې په دې سیالیو کې برخه اخلي، بلکې د نیپال، امریکا او جرمني په څېر پر هغو ۱۱ هېوادونو به هم وګرځول شي، چې کرېکټ پکې مخ پر وده دی.
له عربي متحده اماراتو د دې جام سفر عمان، بیا امریکا، ویسټ انډیز، سري لانکا، پاکستان، بنګله دېش، نیپال، هند، نوي زیلنډ او بالاخره ډیسمبر کې به افغانستان ته ورسېږي.
په پام کې ده چې دغه جام به د نړۍ ځینو مشهور سیمو، ښوونځیو، پوهنتونونو او ان د ځینو خلکو کورونو ته ورسېږي، چې هدف یې په نړیواله کچه د خلکو سره نښلول دي.
د کرېکټ نړیوالې شورا اجراییوي مشر ډېوېډ ریچرډسن وړاندې ویلي وو: "د دغه جام سفر په نړیواله کچه د مینه والو لپاره یو بې ساری فرصت دی چې د کرېکټ نړیوال کپ کې برخه واخلي او ډېرو هېوادونو او ښارونو ته د جام په لېږدولو سره موږ ته دا وړتیا راکوي چې لا ډېر مینه وال رامات کړو."