تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان د نړیوال جام غوراوي دویم پړاو ته ورسېد
د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې نن د هانګ پر وړاندې د نېپال تر بري وروسته افغانستان د غوراوي د سیالیو دویم پړاو ته ورسېد.
د نېپال لوبډلې نن هانګ کانګ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه. په دې توګه افغانستان د منډو د ښه اوسط له امله دویم پړاو ته لار وموندله.
افغانستان به اوس په دویم پړاو کې له وېسټ انډيز، آئرلنډ او متحده عربي اماراتو سره لوې کوي.
د نن ورځې په لوبه کې هانګ کانګ پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
د هانګ کانګ ټول لوبغاړي په ۴۹م آوور کې د ۱۵۳ منډو په بدل کې وسوځېدل. په ځواب کې یې د نېپال لوبډلې دا هدف په ۴۱م اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
له دې بري سره نېپال د منډو د اوسط له پلوه تر هانګ کانګ وړاندې شو، خو د افغانستان لوبډله دویم پړاو ته ورسېده.
د دویم پړاو دا سیالۍ د مارچ د میاشتې پر پنځلسمه نېټه پیلېدونکې دي.
یاده دې وي چې افغانستان د غوراوي د پړاو خپلې لومړۍ درې واړه لوبې بایللې وې. خو په څلورمه او وروستۍ لوبه کې یې یې نېپال ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړې وه.
له افغانستان سره په بي ګروپ کې د سکاټلنډ، هانګ کانګ، نېپال او کوربه هېواد زمبابوې لوبډلې شاملې وې.
له دې ګروپه د افغانستان په ګډون د زمبابوې او سکاټلنډ لوبډلو وار د مخه دویم پړاو ته لار موندلې ده.