تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: راشدخان او اصغر افغان جریمه شول
ای سي سي یا د کرېکټ نړیوالې شورا د کرېکټ دوه افغان لوبغاړي، اصغر افغان، راشد خان او پاکستانی بالر حسن علي جریمه کړي دي.
د جریمې کچه د یوې لوبې حق الزحمې یا فیس ۱۵ سلنه یاده شوې ده. دغه جریمه د جمعې پر ورځ ابوظبۍ کې د دواړو لوبډلو تر منځ د ځینې پېښو په تړاو لګول شوې.
راشدخان له دې کبله جریمه شوی، چې د پاکستان توپوهنې پر مهال یې ۴۷ اوور کې د اصف علي وېکټې له تر لاسه کولو وروسته هغه ته برګ کتلي او د ګوتې اشاره یې ورته کړې ده او دا یو پاروونکی عمل بلل کېږي.
اصغر افغان بیا ۳۷ اوور کې د منډې اخیستو پر مهال بالر یا توپ اچوونکی حسن علي پر څنګ وهلی و.
حسن علي د پرونۍ لوبې پر مهال ۳۳ اوور کې د توپ اچوونې پر مهال خپل توپ ونیو او د توپوهونکي حشمت الله شهیدي پر لور یې د ډارولو په انداز د توپ غورځولو هڅه کړې.
درې سره لوبغاړو ته د ای سي سي د اخلاقي تګلارې له لومړۍ درجې د سر غړونې له کبله د ډي مېرټ یو- یو پواینټ هم ورکړل شوی دی.
ای سي سي په یوه اعلامیه کې ویلي، اصغر افغان او حسن علي د لوبغاړو لپاره د ای سي سي اخلاقي لارښود له ۲،۱،۱ مادې سرغړونه کړې او راشد خان د ۲،۱،۷ مادې له کبله جریمه شوی دی.
دغه ماده د داسې خبرو، فعل یا اشارې په تړاو ده، چې له سوځېدو وروسته یې له کبله یو لوبغاړی پارېدی شي.
راشدخان او حسن علي ته لومړی ځل ډي میرټ پواینټس ورکړل شوي دي، خو اصغر افغان ته دوو کلونو کې دویم ځل دغه پواینټ ورکړل شوی دی.
اصغر افغان ته له دې مخکې د ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې زمبابوې سره لوبه کې د لوبڅار له پرېکړې وروسته د غبرګون څرګندولو له کبله ډي میرټ پواینټ ورکړ شوی و او اوس د هغه پواینټونه دوه شول.
د لوبې پای کې د ای سي سي لوبڅارانو ایلیټ نومي پلاوي اینډي پیکرافټ دغه سزا وړاندیز کړې او درې سره لوبغاړو منلې، چې له کبله رسماً د قضیې په توګه څېړنې ته اړتیا نه پاتې کېږي.
د دغو لوبغاړو شکایت د لوبې ډګر لوبڅار انیل چودري، شان جارج، درېیم لوبڅار روډ ټګر او څلورم لوبڅار انیس الرحمان کړی و.